د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک کې د ترکیې او مصر سفارتونو مخې ته د قرانکریم نسخې سوځول شوي


د اسلام ضد فعالینو یوې وړې ډلې سه شنبه جولای ۲۵ (زمري۳) د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې د ترکیې او مصر سفارتونو مخې ته د قرانکریم نسخو ته اور اچولی.

تر دې وړاندې عین کار په سویډن کې هم شوی و چې د ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو غصه یې راپارولې وه.

سره لدې چې په سویډن او ډنمارک کې چارواکي وایي د اسلام تر ټولو د سپیڅلي کتاب سوځیدل غندي خو تر څنګ یې دا هم وایي چې د بیان آزادۍ د قوانینو له مخې هغوي نشي کولی چې د دې ډول کړنو مخه ونیسي.

د اسلام ضد فعالینو دا ډله چې "ډنمارکي هیوادپال" نومیږي تیره ورځ یې هم د قرانکریم نسخې سوځولې وې او تر دې وړاندې یې په کوپنهاګن کې د عراق سفارت مخې ته د مظاهرې پر وخت همداسې یو اقدام کړی و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت چې د دوشنبې په ورځ د مظاهرې څخه وروسته یې د ډنمارک د چارواکو څخه غوښتي و چې د اسلام پر ضد د کرکې جرم د مخنیوي لپاره لازم اقدمات وکړي، د سه شنبې په ورځ یې یو ځل بیا دا کړنه په سختو ټکو غندلې ده.

د وزارت په اعلامیې ویل شوي ، " دا چې د ډنمارک چارواکي دا ډول کړنو ته اجازه ورکوي، پدې معنی چې هغوي نه پوهیږي څومره حدي عواقب لري".

د ترکیي تر څنګ بحرین هم پدې هیواد کې د سویډن شاردافیره ورغوښتې وه او په پایتخت سټاکهولم کې یې د قرانکریم سوځیدو ته د اجازې ورکولو لپاره په یو لیک کې خپل جدي اعتراض څرګند کړی.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم د سه شنبې په ورځ سویډن شاردافیر احضار کړی او قرانکریم ته سپکاوی یې غندلی.

د اسلامي همکاریو سازمان چې ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري، هم د سویډن د حکومت له خوا د قران د نسخې د سوځولو د لاریون د جواز صادرول غندلي او دا یې "یو بل پاروونکی برید" بللی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم له سویډن څخه غوښتي چې "د اسلام او د هغه د میلیاردونو پیروانو په وړاندې د کرکې د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي."

د سویډن حکومت که څه هم په دغه هېواد کې غونډې، مظاهرې او د بیان ازادي د خلکو قانوني حق بولي، خو د قرآن کریم سوځول یې غندلي دي.

XS
SM
MD
LG