د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې په دوو جلا پیښو کې ۲ کسان وژل شوي او ۲ ټپي شوي


په اسرائیل کې چارواکي وایي یو فلسطیني وسله وال شنبه اکټوبر ۸ (تلې۱۶) ناوخته په ختیځ بیت المقدس کې په نظامي پوستې ډزې کړي او دوه تنه یې ښه کاري ټپي کړیدي.

د برید څخه څو ساعته وړاندې د اسرائیل پوځ په قبضه شوې لویدیځې غاړې کې په یوې چاپې کې دوه تنکي ځوان فلسطینیان وژلي و.

د شنبې د شپې برید ختیځ بیت المقدس کې د کډوالو یو کمپ سره نږدې شوی.

پولیس وایي په برید کې یوه سر تیرې ټپي شوې چې روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی او د بل ټپي شوي امنیتي ګارډ وضعیت هم جدي دی. پولیسو همدارنګه ویلي چې په برید کې یو بل اسرائیلی هم بر سیرن ټپي شوی.

د اسرائیل پولیس وایي چې ځانګړو ځواکونو چې هیلوکوپترو یې مرسته کوله، د بریدګر پسې لټون پیل کړی خو تر اوسه یې څوک ندي نیولي.

د اسرائیل صدراعظم یایر لاپید په پیښه کې د ټپي شویو امنیتي ځواکونو د کورنیو د غړیو سره خواخوږي ښودلې.

هغه ویلي، "ترهګري مو نشي ماتولی او پدې سخت ماښام کې مونږ قوي یو".

اسرائیل ختیځ بیت المقدس په ۱۹۶۷ کال کې د منځني ختیځ په جګړې کې ونیوه او د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه یې اعلان کړ خو تر اوسه په نړیواله کچه په رسمیت ندی پيژندل شوی.

اسرائیل دا ټول ښار خپله برخه بولي خو فلسطینیان بیا ادعا لري چې دا ښار د هغوي د راتلونکي دولت پایتخت دی.

د اسرئیل امنیتي ځواکونه د تیر کال پسرلي راپدیخوا چې د فلسطینیانو په څو بریدونو کې ۱۹ اسرائیلي سر تیري ووژل شول، تقریباً هره ورځ په لویدیځې قبضه شوې غاړې کې چاپې اچوې او فلسطینیان نیسي.

د اسرائیل پوځ د شنبې په سهار د جینین د کډوالو په کمپ کې په یوې چاپې کې دوه تنکي فلسطیني ځوانان وویشتل او وې وژل.

ویل کیږي چې دا کمپ د فلسطیني وسله والو قوي مرکز دی او وخت ناوخته پکې د اسرائیل د پوځ، وسله والو ډلو او د سیمې د اوسیدونکو تر منځ شخړې کیږي.

د فلسطین چارواکو ویلي چې اسرائیلي سر تیري شنبې سهار وختي د کډوالو دې کمپ ته ننوتل او یو کور یې محاصره کړ. ځیني ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې دواړه خواوې په یو بل ډزې کوي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په چاپې کې ۲ فلسطیني ځوانان وژل شوي او ۱۱ نور ټپي شوي چې د دریو ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی.

د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې په چاپې کې یې د اسلامي جهاد په نامه د وسله والې ډلې یو ۲۵ کلن غړی نیولی چې پخوا په اسرائیل کې بندي و.

پوځ ویلي وروسته تر هغه یې په چاپې کې ډزې وکړلې چې لس ګونو فلسطینیانو چې چاودیدونکي مواد ور سره و، په دوي ډزې وکړلې.

XS
SM
MD
LG