د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې پر یو کور د هاوان لګېدو له امله دوه تنه وژل شوي


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان د مرمۍ لګېدو له امله دوه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د کندز د پولیسو ویاند هجرت‌الله انوري د سې‌شنبې په ورځ د جولای ۲۸ (زمري ۷) امریکا غږ ته وویل چې پېښه تیره ورځ ماښام د دشت ارچي په "شیخ‌ آباد" کلي کې شوې ده.

ښاغلي اکبري زیاته کړه: "د هاوان یوه مرمۍ د طالبانو له خوا په دشت ارچي ولسوالۍ ویشتل شوې وه او د کورونو په منځ کې لګېدلې چې له امله یې دوه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي".

د کندز د پولیسو ویاند وویل چې د پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي دي او د ۱۵ څخه نیولې تر ۱۸ کلونو عمرونه لري.

که څه هم د کندز پولیسو د پېښې مسولیت د طالبانو د ډلې پر غاړه اچولی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دشت ارچي د کندز ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې د امنیتي چارواکو په وینا طالبان په کې پراخ حضور ولري.

کابل کې چاودنه

له دې سره په یو وخت کابل کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ښار کې د چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دا چاودنه د سې‌شنبې په ورځ د سهار په څه باندې اوه بجې د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند په بادام باغ سیمه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز خبریالانو ته وویل چې چاودنه د پولیسو پر رنجر د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

د هغه په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG