د ناروی په پلازمینه اوسلو کې د شنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ ۴) د همجنسبازانو کلني مراسم او لاریون وروسته له هغه لغو شول چې د ښار په منځ کې دوه تنه په «ترهګریز» ډزو کې ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپیان شول.
پولیسو د پیښې په تړاو ۴۲ کلن ایراني الاصله نارویژی نیولی دی.
ډزې د اوسلو ښار د همجنسبازانو د یو شپني کلوب په ګډون په دریو ځایونو کې شوي دي. پولیسو دغه ډزې یو تروریستي عمل بللی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
د ناروړی صدراعظم جوناس ګهر سټ،ر په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې «تر اوسه ددغه وحشتناک عمل علت څرکند ندی، خو ټولو همجنسبازانو ته چې ډاریدلي او غمرازي کوي وایم چې مونږ ټول له تاسو سره یو.»
پولیس وایي دوه تنه وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان دي چې د ۱۰ تنو وضعیت جدي دی او زیانوي چې دوه وسلې یې نیولې دي.
د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي کریستن هتلو یو خبري کنفرانس ته وویل چې په نیول شوي شخص باندې «د قتل، د قتل د هڅې او تروریستي عمل تورونه» لګول شوي دي. د هغه په وینا د ترهګرۍ تور «د ټپیانو او وژل شویو کسانو د شمیر د جنایت د ترسره کیدو د صحنې» په پام کې نیولو سره لګول شوی دی.
ډزې د لندن د همجنسبازانو په نامه کلوب، د هر نیلسن جاز کلوب او د غذا په یو دکان کې شوي دي.
د نارړی د ترهګرۍ ضد خدماتو په خپل ټویټر لیکلي چې دوی د نورو بریدونو د رامنځته کیدو احتمال څارلی، خو اوس لپاره «مونږ داسې نښې نښاتې نه وینو.»
د ناروی د NRK رادیو یو ژورنالست چې د ډزو پر وخت په صحنه کې حاضر و، وایي بریدګر د یو بمس سره راغی خپله وسله یې راویستله او ډزې یې پیل کړې.
د ناروی پاچا هرالد په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «مونږ باید سره یوځای شو چې خپل ارزښتونه، ازادۍ، تنوع او د دوه اړخیر درناوي دفاع وکړو.»
د ناروی هیواد چې په عمومي توګه یو سوله ییز هیواد دی د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۲ د یو خونړي برید شاهد و چې یو ښي اړخي سخت دریځه اندریس بهرینګ بریویک ۷۷ کسان ووژل. هغه لومړی په اوسلو کې د حکومت مرکزي دفتر ته نژدې یو بم وچاوه چې اته تنه په کې ووژل شول. بیا یې د پولیسو په جامه کې د چپ ارخه ځوانانو د دوبي په یو تفریحي کمپ کې ډزې وکړې او ۶۹ تنه یې ووژ ل چې اکثر یې تنکي ځوانان وو.