د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ نښته شوې


د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او ملي اردو سرتېرو تر منځ نښته کې دوه سیمه ییز پولیس او یو دکاندار وژل شوي دي.

پېښه نن د شنبې په سهار شاوخوا لس بجې د ښېوې ولسوالۍ په عمومي بازار کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وايي چې د ملي اردو او محلي پولیسو تر منځ جنګ شوی دي، مرګ ژوبله هم لري، خو وايي، کره معلومات نه‌لري.

خو یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په دغه وسله واله نښته کې دوه محلي پولیس او یو د ځايي دکاندارانو مشر وژل شوی دی.

افغان سیمه ییز پولیس
افغان سیمه ییز پولیس

سرچینه وايي چې پېښه کې یو محلي پولیس ټپي شوی هم دی.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې د ملي اردو سرتېرو له یو ځایي دکاندار سره لفظي جنجال و چې محلي پولیسو د دکاندار ننګه کړې او نښته رامنځ ته شوې ده.

پر همدې مهال له کندهار ولایت څخه راپورونه وايي چې تېره شپه د دغه ولایت ژړۍ ولسوالۍ کې یو پولیس پر خپلو ملګرو برید کړی دی.

په دغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي‌ دي.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز اشنا راډیو ته وويل چې برید کوونکي پوليس د اشپز په توګه هم په پوسته کې دنده تر سره کول.

نوموړي ویلي چې حمله کوونکی پولیس له سیمې څخه تښتېدلی دی.

دا په تېرو څو ورځو کې په کندهار کې د پولیسو په منځ کې دوهم داخلي برید دی
دا په تېرو څو ورځو کې په کندهار کې د پولیسو په منځ کې دوهم داخلي برید دی

خو د ژړۍ ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې په پېښه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.

دا په تېرو ۳ ورځو کې د داخلي برید دوهمه پېښه ده چې په کندهار کې رامنځته کیږي.

تېره اونۍ په پنجوايي‌ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوه نفوذي کس هم پنځه پولیس ملګري وژلي و.

وسله والو طالبانو د دغه تازه پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG