د لاس رسي وړ اتصالات

یونان کې د مهاجرینو دوه کښتۍ ډوبې شوې او ۲۳ تنه پکې وژل شوي


په یونان کې چارواکي وایي د مهاجرینو دوه کښتۍ چې څه باندې ۱۴۰ تنه پکې سپاره و، په دوو جلا پیښو کې د دې هیواد په اوبو کې ډوبې شوي او لږ تر لږه ۲۳ تنه پکې وژل شویدي.

چارواکو همدرانګه ویلي چې لسګونه مهاجر ورک دي او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د یونان د کایترا د ښار ښاروال ستراتوس هارهلاکیس چې د ډوبو شویو کسانو د ژغورلو لپاره پخپله سیمې ته تللی و، وایي چې پخپلو سترګو یې پنځه کسان ولیدل چې په اوبو کې ډوب شول.

هغه د دې غمیزې په هکله مطبوعاتو ته وویل، " هوا ډیره تنده وه او په ټکر کې د قاچاقبرانو کښتۍ دوه ټوټې شوه او پداسې حال کې چې د ژغورنې عملې کوښښ کاوه د جرثقیل په مرستې ځینې کسان وژغوري خو شدیدو څپو خلک د سمندر دننه یوړل".


ښاغلي هارهلاکیس زیاته کړه که دا کسان پنځوس مټره د هغه ځای څخه چې کښتۍ پکې ټکر کړی، لویدیځ یا ختیځ خوا ته رسیدلي وی، هیڅ یو به یې په اوبو کې نه و ډوب شوی.


چارواکو ویلي چې په اټکلي توګه پدې کښتۍ کې ۹۵ تنه سپاره و چې ژغورونکو یې یوازې ۸۰ تنه د ډوبیدو څخه ژغورلي.

پدې کسانو کې تقریباً ۲۰ یې کمکي ماشومان دي.

د ژغورنې عمله چې د هوایي پوځ هیلوکوپترې ورسره مرسته کوي، په سمندر کې د ورکو شویو کسانو پسې ګرځي چې شمیر لا ندی معلوم.


په یوې بلې پیښې چې د یونان د لیس بوس ټاپو سره نږدې وشوه، د مهاجرینو یوه ربړۍ کښتۍ وروسته تر هغه په اوبو کې ډوبه شوه چې د اوبو غاړې سره نږدې د یوې برخې سره وجنګیدله.

پدې کښتۍ کې ۱۶ میرمنې او ماشومان وژل شوي.

ژغورونکو په کښتۍ کې ۱۰ تنه ژوندي ژغورلي او روغتون ته یې د درملنې لپاره وړي.

تر اوسه نده معلومه چې پدې ربړي کښتۍ کې ټول ټال څومره کسان سپاره و، خو چارواکي وایي چې د ژغورنې عمله لا هم د شاوخوا ۴۰ کسانو پسې ګرځي چې معلومه نده مړه دي که ژوندي.

ویل کیږي چې ډیری ورک شوي کسان میرمنې او ماشومان دي.

چارواکي ویلي چې دواړه کښتۍ د ترکیې څخه روانې شوې وې او ښایي دا کار د آتن او انقرې تر منځ چې دواړه یې د ناټو غړي هیوادونه دي، ستونزې لا ډیرې کاندي.

همدرانګه ویل کیږي چې په کښتیو کې سپرو کسانو ته د ډوبیدو څخه د ژغورل کیدو ځانګړي واسکټونه نه و ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG