د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي باندې د بالستیک میزایلو بریدونه شوي


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

د سعودي‌ حکومت وايي دوه بالستیک میزایل یې په پلازمینه ریاض او د جیزیان په ښار توغول شوي وو چې دوی شنډ او خنثی کړي دي. د جیزیان ښار یې له یمن سره سرحد لري.

سره له دې چې دا میزایل شنډ کړل شوي دي، خو د سعودي دولتي اژانس وايي چې دوه ولسي خلک په ریاض کې د میزایلو په پرچو ژوبل شوي دي.

د سعودي پوځ د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي شیعه یاغیان تورن کړي چې دا میزایل یې توغولي دي.

تر دې مخکې هم حوثي یاغیانو په سعودي باندې میزایل توغولي‌وو.

تېرکال د سعودي په هوايي ډګر باندې میزایل توغول شوي وو چې بیا د سعودي چارواکو وویل چې دا میزایل په ایران کې جوړ شوي وو.

هغه وخت په قطر کې د امریکايي ځواکونو د څارنې مسؤل جنرال جیفري هریجیانهم دا خبره کړې وه چې په سعودي‌ توغول شوي‌ میزایل ایراني ټاپه لري.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې په حوثي یاغیانو بریدونه کوي. دا شیعه حوثي یاغیان د رژیم خلاف پاڅېدلي دي، ایران د دغې ډلې کلکه ننګه کوي او تورن دی چې میزایل او نورې وسلې ورکوي.

سعودي‌ او ایتلافیان بیا د یمن د حکومت ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG