د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په شمال کې د ترکیې سرتیري وژل شوي


ترکیې د عراق په شمال کې د کردي یاغیانو په خلاف ګڼ شمیر نظامي عملیات کړي.
ترکیې د عراق په شمال کې د کردي یاغیانو په خلاف ګڼ شمیر نظامي عملیات کړي.

د ترکیې د دفاع وزارت یکشنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸) ویلي چې دوه سرتیري یې د عراق په شمال کې د کردي وسله والو په خلاف په نظامي عملیاتو کې وژل شویدي.


د دې دوو سرتیرو په وژل کیدو سره د سه شنبې راپدیخوا د ترکیې َټول ټال ۸ عسکر په عراق کې وژل شویدي.

د اناتولیا خبری اژانس په راپور کې ویل شوي چې یو سرتیری د ماین په چاودنې کې وژل شوی او یو بل یې چې د جمعې په ورځ په جګړې کې ټپي شوي و، په روغتون کې مړ شو.

د بم په چاودنې کې یو بل سرتیری ټپي شوی هم دی خو د خبري اژانس په راپور کې د دې سرتیري د روغتیایي حالت په هکله څه ندي ویل شوي.

ترکیې د عراق په شمالي برخو کې د کردستان د کارګر ګوند یا پي کې کې د یاغیانو په خلاف ګڼ شمیر نظامي عملیات پیل کړي. ترکیه او غربي متحدین پي کې کې ترهګر سازمان بولي.

دا ډله د عراق په شمال کې د کردستان په نیمه خودمختاره سیمه کې د روزنې کمپونه او مرکزونه لري او د ۱۹۸۴ کال راپدیخوا د ترکیې په خلاف جګړه کوي.

پدې جګړې کې تر اوسه شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکیان دي.

ترکیې ددې ډلې د ځپلو لپاره په عراق او سوریه کې ګڼ شمیر نظامي عملیات کړي او تازه یې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د عراق په شمال کې پیل کړ.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان تیره دوشنبه وویل چې ډیر ژر به د سوریې په شمالي برخې کې هم نظامي عملیات پیل کړي.


XS
SM
MD
LG