د لاس رسي وړ اتصالات

په جومات برید؛ دوو مسلمانانو ته د نیوزلنډ د زړورتیا لوړ مډال ورکړل شو


د نیوزلنډ صدراعظمه د برید په ځای
د نیوزلنډ صدراعظمه د برید په ځای

په نیوزلنډ کې دوو مسلمانانو ته د زړورتیا لوړ مډال ورکړل شو، دغو مسلمانانو په ۲۰۱۹ کې د نیوزلنډ په کرایستچرچ کې په دوو جوماتونو باندې د ترهګریز برید په مهال زړورتیا ښودلې وه.

په هغو بریدونو کې ۵۱ مسلمانان وژل شوي‌ وو او بریدګر بیا ونیول شو.

د «نیوزلنډ صلیب» مډال د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لېندۍ۲۴) نعیم رشید او عبدالعزیز ته ورکړل شو.‌ نعیم رشید په هغه برید کې وژل شوی و.

د نیوزلنډ صدراعظمې جسیندا ارددن وویل چې دا مډال، چې تر دې مخکې دوه ځلې ورکړل شوی، د نیوزلنډ د «صلیب ویکتوریا» د مډال سره، چې د هغه هېواد تر ټولو عالي نظامي مډال بلل کیږي،‌ معادل دی.

عبدالعزیز
عبدالعزیز

د دوو پولیسو په ګډون اتو نورو کسانو ته، چې بریدګر یې نیولي وو،‌ هم نور مډالونه ورکړل شول.

د نیوزلنډ صدراعظمې وویل: «دغو نیوزلنډیانو چې کومه زړورتیا ښودلې ده،‌ سرښندنه وه..» نوموړې وویل چې په هغه ورځ چې دغو کسانو کوم کار وکړ، د ډېرو خلکو درناوی یې جلب کړ.

د ۲۰۱۹ د مارچ په میاشت کې «سپین پوستي متعصب» استرالیايي برنتون تارانت د مسلمانانو په دوو جوماتونو برید وکړ، ۵۱ کسان یې ووژل او ۴۰ نور یې ژوبل کړل. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم وو.

رشید د برید په وخت کې په اوږو په مرمۍ لګېدلی و خو بیا یې هم په بریدګر حمله وکړه او هغه یې ګوزار کړ،‌ خو بریدګر رشید او هغه زوی هم په ډزو ووژل. رشید څو شېبې له بریدګر سره لاس او ګریوان و او نورو خلکو ته د ځان ژغورلو زمینه برابره شوه.

عبدالعزیز هم له بریدګر سره لاس او ګریوان شوی و.‌ نوموړي د کریدټ کارتونو ماشین په بریدګر باندې ګوزار کړی و او بریدګر یې له جومات څخه اېستلو ته اړ اېستلی و.

عزیز د بریدګر یو خالي‌ ټوپک د هغه په لوري‌ نیولی و او بریدګر ډار شوی و هسې نه چې په په ټوپک کې مرمۍ وي‌ او دی ونه وېشتل شي، له همدې کبله له سیمې تښتېدلی و.‌

تېره میاشت یوې محکمې بریدګر برنتون تارانت په ابدي حبس محکوم کړ.‌

XS
SM
MD
LG