د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې دوه بهرني پوځیان وژل شوي


په اوس وخت کې تر دوولس زرو پورې د قاطع ماموریت عسکر په افغانستان کې میشت دي
په اوس وخت کې تر دوولس زرو پورې د قاطع ماموریت عسکر په افغانستان کې میشت دي

په افغانستان کې ناټوپه مشرۍ د قاطع ماموریت دفتر وایي نن سهار په هلمند کې د دغو ځواکونو دوه تنه منسوبین هغه وخت ووژل شول چې کله د دوو تنو وسله والو چې د افغان امنیتي ځواکونو ینفورم یې په تن وو د دغو ځواکونو پر یو موټربرید وکړ.

په افغانستان کې ناټوپه مشرۍ د قاطع ماموریت دفتر وایي دا برید په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو په یو مرکز کې د دوی په پوځي منسوبینوشوی دی.

ددغه بیان له مخې دواړه بریدکوونکي د قاطع ماموریت د ځواکونو په متقابله ډزو کې وژل شوي دي.

د قاطع ماموریت په دغه بیان کې ویل شوي چې پیښه د افغان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې ناټوپه مشرۍ د قاطع ماموریت له خوا تر پلټنو لاندې ده چې په اړه به یې نور معلومات وروسته خپاره شي.

په افغانستان کې ناټوپه مشرۍ د قاطع ماموریت د دغو دوو وژل شووپوځیانو د هویت په باب څه نه دي ویلي.

په دغو دوو بهرنیو ځواکونو دا برید په داسې حال کې شوی چې تیره شپه د افغان حکومت مخالفو وسله والو د هلمند ولایت د موسی قلعه په ولسوالۍ پراخه بریدونه پیل کړي دي.

د موسی قلعه ولسوال محمد شریف خبریالانو ته ویلي چې په دغو بریدونو کې مخالفو وسله والو یو شمیر دولتي ودانۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د افغان حکومت مخالفو وسله والو د نږدې دوه اونیو راهیسې د هلمند ولایت د موسی قلعه په ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

د هلمند د ولایتي شورا استازو امریکا سره په خبرو کې اندیښنه ښودلې چې که چیرې مرکزي حکومت د هلمند ولایت ته لازمه پاملرنه ونکړي کیدای شي دا ولسوالۍ اود هلمند نورې شمالي ولسوالۍ د مخالفو وسله والو لاس ته ورشي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG