د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کرکټ دوو لوبغاړو استعفاوې بېرته واخیستې


د پاکستان تیز توپ اچوونکي محمد عامر یکشنبه مارچ ۲۴ (وري پنځمه) اعلان وکړ چې د نړیوال کرکټ څخه د استعفا کولو پریکړه بیرته اخلي او د راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتو دی چې د پاکستان لپاره لوبه وکړي.

عامر دا پریکړه وروسته تر هغه وکړه چې د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې کې بدلون راووست.

محمد عامر چې په ۲۰۱۰ کال کې په انګلستان کې د دوو نورو پاکستاني لوبغاړو سره یو ځای په لوبې کې د درغلۍ (سپاټ فکسنګ) په قضیې کې مجرم بلل شوی او بندي شوی هم و، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو سره د "مثبو خبرو" وروسته یې د استعفا بیرته اخیستو پریکړه کړې.

هغه لیکلی: "زه لا هم د پاکستان لپاره د لوبې ارمان لرم. ژوند مونږ داسې پړاونو ته رسوي چې باید په خپلو پریکړو د سره غور وکړو. زه اعلان کوم چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره حاضر یم."

محمد عامر د پاکستان لپاره ۳۶ د ټیسټ، ۶۱ یو ورځنۍ نړیوالې او ۵۰ شل اروریزې نړیوالې لوبې کړي.

سره لدې چې محمد عامر تر پنځه کلن بندیز وروسته په ۲۰۱۶ کال کې بیرته د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه پیل کړله خو په ۲۰۲۰ کال کې یې ناڅاپي وروسته تر هغه د استعفا اعلان وکړ چې د خرابې کارکردګۍ له کبله په لوبډلې کې شامل نشو.

د محمد عامر تر اعلان یوه ورځ ورځ وړاندې د پاکستان بل لوبغاړي عماد وسیم هم وویل چې د خپلې استعفا پریکړه بدلوي او حاضر دی چې په نړیوال جام کې د پاکستان لپاره پریکړه وکړي.

عمام وسیم هم چې څلور میاشتې وړاندې یې د استعفا اعلان کړی و، تازه یې خپله پریکړه بیرته اخیستې او غواړي نړیوال جام کې لوبه وکړي.
عمام وسیم هم چې څلور میاشتې وړاندې یې د استعفا اعلان کړی و، تازه یې خپله پریکړه بیرته اخیستې او غواړي نړیوال جام کې لوبه وکړي.

وسیم څلور میاشتې وړاندې د نړیوال کرکټ څخه د استعفا کولو اعلان کړی و. په عین حال کې د پاکستان د کرکټ بورډ نوي ټاکل شوي مشر محسن نقوي د غوراوي کمیټې اووه غړي اعلان کړل چې د لوبډلې کپتان او مشر روزونکی هم په کې شامل شوي.

نقوي ویلي چې په غوراوي کمیټې کې به د بورډ مشر نقش ونه لري او اووه واړه غړي به یې یو شان واک ولري. د پاکستان پخواني لوبغاړي محمد یوسف، وهاب ریاض، عبدالرزاق، اسد شفیق، د لوبډلې کپتان شاهین شاه افریدی، مشر روزونکی او د معلوماتو ارزونې مسؤل د دې کمیټې غړي دي.

محسن نقوي ویلي چې ټاکل شوې دا کمیټه ډیر ژر د شل اوریز نړیوال جام لپاره د احتمالي لوبغاړو نومونه اعلان کړي او د دوو اوونیو لپاره به د پاکستان د پوځ یوې اډې کې وروزل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG