د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې د رویټرز ۲ خبریالان ټپي شوي او موټر چلوونکی یې وژل شوی


د رویټرز خبري اژانس دوه خبریالان د اوکراین په ختیځ کې ټپي شوي او موټر چلوونکی یې وژل شوی. دا خبریالان د اوکراین د سایوارو دونتڅک ښار ته روان و چې مخامخ ډزې پرې وشوې.

دغه خبریالان چې یو یې انځورګر او بل یې کمره مین دی په یو موټر کې روان و چې روسي پلوي ځواکونو ورکړی و.

تر اوسه معلومه نده چې پدې خبریالانو ډزې چا کړي. د اوکراین د دفاع وزارت هم تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې چې ډزې چا کړي.

ویل کیږي چې د رویټرز خبري اژانس دې خبریالانو ته موټر چلوونکی روسي پلوو بیلتون غوښتونکو ورکړی خو رویټرز د موټر چلوونکي د پیژندګلوۍ په هکله څه ندي ویلي.

دې اژانس په اعلامیې کې د وژل شوي موټر چلوونکي کورنۍ سره په اعلامیې کې خواخوږي ښودلې. په اعلامیې کې راغلي، "رویټرز د وژل شوي موټر چلونکي د کورنۍ سره ژوره خواخوږي څرګندوي".


روسیې پدې تیرو څو اوونیو کې خپل ځواکونه د سایوارو دونتڅک په شاوخوا سیمو کې جګړې کول ته سوق کړي. که روسیه دا ښار ونیسي پدې سره به یې د لوهانسک ټول ولایت نیولی وي.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي چې پدې ښار کې د اوکراین او روسي ځواکونو تر منځ کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده خو ښایي چې د زیاتې مودې لپاره روانه وي.
XS
SM
MD
LG