د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو ملي ورځ؛ د امریکا غږ دوو خبریالانو ته جایزې ورکړل شوې


ذبیح الله غازي‌او خلیل نورزايي د امریکا غږ همکاران
ذبیح الله غازي‌او خلیل نورزايي د امریکا غږ همکاران

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د ورځې په مناسبت۱۰ افغان خبریالانو ته د کال غوره جایزه ورکړې چې دوه یې د امریکا غږ اشنا همکاران دي.

دغې جایزې ته د افغانستان شاوخوا ۷۰ خبریالانو خپل راپورونه کاندید کړي وو. ذبیح الله غازي په ختیځ‌ کې او خلیل نورزایي په لویدیځ ‌کې د امریکا غږ همکاران دي چې د کال د غوره خبریالانو جایزې یې خپلې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یو پلاوی ټاکلی و چې د ۷۰ راپورونو په منځ کې ښه او غوره راپور پیدا کړي.

ذبیح الله غازي څه موده مخکې د یو افغان سرتېري د واده د مراسمو په اړه راپور جوړ کړی. د دغه سرتېري کورنۍ ته احوال ورکړل شو و چې هغه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی، کورنۍ یې جنازه او خیرات هم کړی و،‌ خو له دغه خبر یو کال وروسته هغه ژوندی کور ته راغی.

د امریکا غږ د بل همکار خلیل نورزايي راپور بیا په هرات کې د یوې پولیسې افسرې په اړه و.

دوی دواړو ته له نورو اتو خبریالانو سره یو ځای په کابل کې د خبریالانو په ورځ په رسمي‌ مراسمو کې دا جایزې ورکړل شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز داسې مهال دغو دوو خبریالانو ته دا جایزې ورکوي چې لا هم په دغه هېواد کې د خبریالانو لپاره د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن کار بلل کیږي. افغانستان لا هم په هغو هېوادونو کې شمېرل کیږي چې د خبریالانو لپاره ډېر خوندي ‌او امن نه دی.

د دغه مرکز مشر احمد جاوید قریشي‌ وویل چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي‌ وژل شوي، ۲۲ ژوبل شوي، ۲۸ نورو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته بېلابېلو ډلو د مرګ ګواښونه کړي او ۳۲ نور یې رټل شوي ‌او سپک کړل شي.

نوموړي وویل چې په دغو پېښو کې یو شمېر افغان چارواکي،‌ د امنیتي ځواکونو منسوبین،‌ وسله وال طالبان او نورې ډلې ټپلې او زورواکان شامل دي.

XS
SM
MD
LG