د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تېرکال پنځه خبریالان وژل شوي- راپور


افغانستان کې تېرکال له خبریالانو سره د زور زیاتي ۱۰۵ پېښې شوې- راپور
افغانستان کې تېرکال له خبریالانو سره د زور زیاتي ۱۰۵ پېښې شوې- راپور

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي د تېر ۲۰۱۹ میلادي کار پر مهال کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي دي.

د دغه کمېټې مسؤلینو نن یکشنبه د «مرغومې پر ۲۹مه» د خپل کلني راپور د اعلان پر مهال وویل چې په دغو پېښو کې قتل، ګواښونه، تښتول، ټپي کېدل،د لنډ مهال لپاره نیونې، د غیر قانوني ایستلو یوه پېښه، یوه پېښه د ناوړه چلند، درې پېښې د غیر قانوني نیونې او د تښتولو اوه پېښې شاملي دي.

د دغه کمېټې رئیس نجیب شریفي خبریالانو ته وویل چې تېر کال پنځه افغان خبریالان وژل شوي، ۱۸ تنه ټپیان شوي، ۲۵ تنه ګواښل شوي، ۱۲ تنه وهل شوي او د ۲۳ تنو نورو سپکاوی شوی دی.

د شریفي په خبره د خبریالانو د قتل پېښو کې نسبت تېر ۲۰۱۸ کال ته چې ۱۷ تنه وژل شوي و په ۲۰۱۹ کال کې ۷۱ سلنه کموالی راغلی دی.

هغه وویل: "د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي او ګواښونو د ۴۲ پېښو د مسؤلیت په لرلو سره په لومړي قدم او طالبان د تاوتریخوالي د ۳۳ قضیو په لرلو سره په دوهم قدم کې ځای لري."

نوموړي زیاته کړه، چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په ۱۴ قضیو کې نا څرګند کسان، اوو قضیو کې زور واکي، پنځه قضیو کې د رسنیو مسؤلین، څلور قضیو کې داعش او یوه قضیه کې وسله وال غله لاس لري.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤلینو شمېرې ښيي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۸ پېښو قربانیان ښځينه خبریالانې دي.

دغه کمېټې تائید کړه، چې په ۲۰۱۹ کال کې نسبت ۲۰۱۸ کال ته د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي کې ۱۳/۲ سلنه کموالی راغلی دی، خو ښاغلي شریفي ټينګار وکړ، چې د افغان خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی لا هم د جدي ستونزې په توګه ځای پاتې دی.

افغان حکومت تل د خبریالانو سر د زور زیاتي په مخنیوي ټينګار کوي.

XS
SM
MD
LG