ژغورونکو په نیپال کې د مرګوني سیلاب له راوتلو نهه ورځې وروسته دوه کارګر له یوه تونله ژوندي ایستلي دي.
چارواکي وايي، ژغورونکو د جمعې په سهار له تونله د دغو کسانو غږونه واورېدل او وروسته یې دوه کارګران وموندل. دواړه د تریشولي درې آبي برېښناکوټ له یوه تونله را وایستل شول او روغتون ته ولېږدول شول.
د نیپال چارواکي وايي، د دغه هېواد په ۱۲ برېښناکوټونو کې شاوخوا ۹۰۰ کارګران تري تم دي او باور کېږي چې نږدې ۵۰۰ کسان په تونلونو کې بند پاتې دي. یوازې د تریشولي درې آبي تونل کې د شاوخوا ۱۱۵ کسانو د بند پاتې کېدو اټکل شوی دی.
د نیپال د طبیعي پېښو د مدیریت د ادارې په وینا، د اګست ۲۶مې سېلابونو لږ تر لږه ۱،۲۸۷ کسان وژلي او له ۵،۰۰۰ ډېر نور لا هم ورک دي. د سېلابونو له امله د زیربناوو او د جایدادونو د زیان کچه شاوخوا ۲،۵ میلیارد ډالره اټکل شوې ده.
فورم \ دبحث خونه