د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې دوه تنه د چاقو په برید کې ټپي شوي ؛ برید کوونکی وژل شوی


په جرمني کې پولیس وایي یو بریدګر د نورمبیرګ ښار سره نږدې دوه کسان پداسې حال کې په چاقو وهلي او ټپي کړي چې د برید کولو پر وخت یې د "الله اکبر" نعرې وهلې.

پولیسو پنجشنبه سپټمبر ۸ (وږي۱۷) ویلي چې دا پیښه د بواریان په ښار ګوټي کې شوې او هغوي دا پیښه د "اسلامي ترهګرۍ" پر اساس څیړي.

سیمه ایزو پولیسو د پیښې په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې برید کوونکی ۳۰ کلن و خو دا یې ندي ویلي چې د کوم هیواد اوسیدونکی و.

پولیسو ویلي چې د برید کوونکی سره یو چاقو و او د یو اورګاډي سټیشن سره یې په خلکو برید کړی.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې د ټپي شویو کسانو ژوند په خطر کې ندی خو نور معلومات یې ندي ورکړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په چاقو تر وهلو وروسته چې کله امنیتي ځواکونو کوښښ کاوه برید ګر ونیسي، هغه په پولیسو هم برید وکړ چې وروسته پولیسو ډزې وکړلې او برید کوونکی پکې ووژل شو.

پولیس وایي برید کوونکي په خلکو د چاقو د ګوزار کولو پر وخت څو ځله د "الله اکبر" نعرې کړې او له همدې کبله هغوي څیړنې کوي چې معلومه کړي آیا دا پیښه د اسلامي یا ترهګرۍ سره څه اړیکه لري که نه.

په اروپایي هیوادنو کې ډیری وخت سخت دریځان په خلکو د برید وخت دا ډول شعارونه ورکوي.

سخت دریزه اسلامي ډلو په جرمني کې پدې تیرو څو کالونو کې ګڼ شمیر خونړي بریدونه کړي. تر ټولو خونړی برید یې د برلین مسیحانو د اختر یا کرسمیس په یو بازار کې برید و چې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې وشو او ۱۲ تنه پکې ووژل شول.

برید د تونس یو تبع کړی و چې د پنا په اخیستو کې ناکام شوی و او د اسلامي دولت یا داعش د ډلې ملاتړی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي چې یوازې په ۲۰۲۰ کال کې چارواکو د ۲۳ بریدونو مخه نیولې. وزارت خبرداری ورکړی چې جرمني او د لویدیځې اروپا هیوادونه لا هم د سخت دریزه اسلامي ډلو د خطر سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG