د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وایي د کرونا په وجه دماغي ناروغۍ زیاتې شوي


د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ مې ۱۴ (غوایي ۲۵) ویلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو کسان د دماغي او روحي ناروغیو نه رنځیږي.

ددغه سازمان د دماغي روغتیا د څانګې رئیسې ډیوورا کیستل ویلي چې په میلیونونو کسان د نړۍ په مختلفو سیمو کې مړینو، ناروغیو، انزوا، غربت، اقتصادي کړکیچ او د کووید۱۹ د ناروغۍ ډار راګیر کړي دي.

میرمن کیستل وایي: «انزوا، ډار، ناڅرګنده وضعیت، اقتصادي پریشانۍ – دا ټول د روحي ناروغۍ سبب شوي او یا هم سبب کیږي.» د هغې په وینا حکومتونه باید دغه موضوع په خپلو لومړیتوبونو کې شامله کړي.

میرمن کیستل ملګرو ملتونو ته په خپل رپوټ کې ویلي چې د ماشومانو او ځوانانو په ګډون د مختلفو ټولنو خلک چې د خپلو ملګرو او ښوونځیو نه منزوي شوي او همداشان هغه روغتیایي کارکوونکي چې د کروناویروس په مرګونې ناروغۍ باندې په زرګونو اخته کسان ګوري د روحي ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.

د رویترز اژانس تیره اونۍ په امریکا کې د ډاکترانو او نرسانو سره د مرکو په بنسټ یو رپوټ خپور کړی و چې پکې ډاکترانو او نرسانو ویلي چې دوی پخپله او یا هم د دوی همکاران ددغه وضعیت په وجه له ناڅاپي ډار، اندیښنې، غم، بیخودۍ، خپګان، بیخوبۍ او په خوب کې د ویرې سره مخامخ شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ وایي د روغتیایي مرکزونو بهر خلک د ناڅاپي روغتیایي اثراتو او د فزیکي انزوا نه رنځیږي، یو شمیر نور بیا په ناروغۍ باندې د اخته کیدو، مړینې او د کورنیو د غړو د له لاسه ورکولو نه ځوریږي.

رپوټ زیاتوي چې په میلیونونو وګړي د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي، خپل عاید او معشیت یې یا له لاسه ورکړی او یا یې هم له لاسه ورکوي. همداشان د دغې وبا په اړه پرله پسې غلط معلومات او آوازې او پدې اړه سرګومي چې دا حالت به څومره دوام وکړي خلک د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمن او ناهیلي دي.

رپوټ پر پالیسۍ جوړونکو غږ کوي چې د سلګونو میلیونو انسانانو د پراخ رنځ راکمولو ته دې پام وکړي او د ټولنو سره دې اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG