د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بلغاریا په درې اوسیدونکو او ۶۴ شرکتونو بندیز ولګاوه


د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت
د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت

د امریکا متحده ایالاتو د چارشنبې په ورځ جون دویمه(غبرګولي ۱۲) په درې بلغاریانو او د هغوی تر کنترول لاندې ۶۴ شرکتونه یې په اروپایي هیوادونو کې په پراخ فساد تورن او بندیزونه یې پرې ولګول.

د امریکا د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې دغه بندیزونه د اختلاس او د مالي ناوړه ګټې اخیستنې په وړاندې تر اوسه تر ټولو ستر اقدام دی.

د مالي وزارت ویلي چې دغه وزارت سوداګر او سیاسي متنفذ وسیل کروموف بوژکوف، باندې بندیز لګولی او هغه یې روسي مشرانو ته د بلفاریا په دولت کې د یو نفوذي چینل په پروګرام کولو تورن کړی دی.

سربیره پر دې د امریکا د ماليې وزارت د بلغاریا د پارلمان په مخکني غړي دلین سلاوچف پیوسکی، او یو مخکني دولتي مقام ایلکو دیمیتروف ژلیزکوف او د دغو دریو تنو تر کنترول لاندې ۶۴ شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول مدیرې آندریا ګاکي، ویلي دي: "نه یواځې دا چې فساد د یو هیواد اوسیدونکي له منابعو محروموي، بلکه کولای شۍ هغه بنسټونه چې د هغوی [د خلکو] د حفاظت لپاره جوړ شوي دي، له منځه وړي."

هغې وویل چې د متحده ایالاتو دغه اقدام ښیي چې مونږ هر چیرته د فساد پر ضد مبارزې ته ژمن یو.

دغه بندیزونه د امریکا مالي سیستم ته په تور لست کې د شاملو کسانو د لاس رسي مخنیوی کوي په متحده ایالاتو کې د هغوی شتمنۍ راکد کیږي، او امریکایان د هغوی سره له معاملې نه منع کوي.

اروپایي اتحادیې د اوږدې مودې راهیسې بلغاریا تر فشار لاندې نیولې چې د فساد پر ضد جدي او ګټور اقدامات وکړي، او د قانون د حاکمیت معیارونه لوړ کړي.

بلغاریا دمخه یو کمونیستي هیواد و او په ۲۰۰۷ کال کې یې د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG