د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا کې د امریکا یوه جټ الوتکه غورځېدلې


د امریکا یوه ایف۱۶ الوتکه د جنوبي کوریا په کنسان هوايي اډه کې د تمرین په حال کې.
د امریکا یوه ایف۱۶ الوتکه د جنوبي کوریا په کنسان هوايي اډه کې د تمرین په حال کې.

د متحده ایالاتو یوه اف۱۶ جنګي الوتکه د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۰) په جنوبي کوریا کې د عادي تمریناتو پر مهال لویدلې ده خو چارواکي وايي چې پیلوټ له پیښې روغ وتلی دی.

په جنوبي کوریا کې میشتې د متحده ایالاتو د هوایی ځواکونو قطعې وویل چې دغې الوتکې ته "د پرواز په منځ کې بیړنی حالت" پیښ شوی و.

دغې قطعې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د جنوبي کوریا ساحل ساتونکو، په ژېړ سمندر کې له الوتکې غورځېدلی پیلوټ ژغورلی او نوموړی د کنسان هوايي اډې ته ستون شوی دی.

د خبرپاڼې په اساس، د پیښې د لامل په اړه پلټنې کېږي.

د قطعې قوماندان، ډګروال میتیو ګیتکي وویل، هغه د پیلوټ په ژغورل کیدو او روغتیا خوښ دی.

د جنوبي کوریا په لویدیځ کې د کنسان هوايي اډه یو له هغو دوو مهمو هوايي اډو څخه شمېرل کیږي چې په دغه هېواد کې د امریکا د پوځ له خوا کارول کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG