د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران باندې د یوولسم پرله پسې برید بشپړیدو خبر ورکړ

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ سه شنبه جولای ۲۱ ویلي چې د ایران پر ضد یوولسم پرله پسې برید چې د واشنګټن پر وخت د ماښام په اوو بجو پیل شوی و، په اتو بجو او ۱۵ دقیقو په کامیابۍ سره پای ته ورسید.

د سنټکام په اعلامیې کې چې د اکس په حساب کې یې خپره کړې ویل شوي چې د سه شنبې په بریدونو کې د ایران نظامي عملیاتي مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د الوتکو خوندي ساتلو مرکزونه، د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د ساتلو تاسیسات او د نظامي لوژستیک زیربنا په نښه شوې وې.

امریکایي ځواکونو ویلي چې د بریدونو هدف د ایران نظامي وړتیاوو لا کمزوري کول دي چې د هرمز په تنګي کې سوداګریزې کښتۍ پرې ګواښي.

د معلوماتو له مخې ایراني ځواکونو پدې تیرو دریو میاشتو کې د هرمز په تنګي کې په څه باندې ۳۰ سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي. په اعلامیې کې راغلي چې دې "بې دلیله" بریدونو د سلګونو بې ګناه ملکي کښتۍ چلونکو او عملې ژوند ته خطر پیښی کړی او په آزاده توګه د کښتیو تګ راتګ یې کمزوری کړی.

خو سنټکام ویلي چې د ایران تیري سره سره، د هرمز تنګی د سوداګریزو کښتیو پر مخ پرانیستی دی او دا چې دې قوماندانۍ د روان کال د مې میاشتې راهیسې د څه باندې ۹۰۰ سوداګریزو کښتیو او ۴۵۰ ملیونه بیلره تیلو په تګ راتګ کې یې مرسته کړې.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG