د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (جولای۲۱) وویل چې ایران په "بې صبرۍ" سره خبرې غواړي او زیاته یې کړه چې تر هغه وخته چې ایران په ارزښتناکو (ماناداره) خبرو کې ګډون ته چمتو نه وي، واشنګټن له مذاکراتو سره دلچسپي نه لري.
ولسمشر ټرمپ داسې مهال دا خبره کوي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني پاکستان ته تللی چې د هغه هېواد له صدراعظم شهباز شریف او نورو مقاماتو سره وویني.
د فبرورۍ په میاشت کې له ایران سره د متحدو ایالتونو او د اسرائیل د جګړې له پيل وروسته پاکستان د دواړو غاړو ترمنځ د اوربند په هڅو کې مخکښ منځکړی و.
د شهباز شریف دفتر ویلي دي چې هغه «په وروستیو کې د خلیج په سیمې کې د شخړې د زیاتېدو له کبله خپله ژوره اندېښنه شریکه کړې او ټولې خواوې يې هڅولي چې له زغم څخه کار واخلي او له داسې اقداماماتو څخه دې ډډه وکړي چې سیمه نوره هم بې ثباته» کوي.
شهباز شریف دا خبره هم کړې ده چې پاکستان به د منځګړي او د خبرو د تسهیل کوونکي په توګه خپل کار روان وساتي.
واشنګټن او تهران د جون په میاشت کې د جګړې د ختمولو لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. خو جګړه روانه وه او ایران د هرمز په تنګي کې په کښتیو کې او په سیمې کې بریدونه وکړل، چې له کبله یې په اردن کې دوه امریکايي سرتېري ووژل شول.
امریکايي ځواکونو یې په ځواب کې په ایران باندې تازه بریدونه پيل کړل.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو جارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونو دیپلوماسۍ ته لاره خلاصه پرېښې ده. هغه وویل چې «ایران باید خپل چلند بدل کړي، چې زموږ بدل شي».
فورم \ دبحث خونه