د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا رسماً د پاریس له اقلیمي تړون نه ووتله


د امریکا متحده ایالات د چهارشنبې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۴) په رسمي توګه د پاریس د اقلیمي بدلونونو له تړون څخه ووتله.

د امریکا جمر رئیس دونالد ټرمپ، ژمنه کړې وه چې امریکا به ددې تړون څخه وباسي، خو د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو نتیجې به څرګنده کړي چې امریکا بیا له دغه نړیوال تړون سره یوځای کیږي او که نه.

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دموکرات کاندید جو بایدن، ژمنه کړې ده چې د بریالیتوب په صورت کې به بیرته ددغه نړیوال تړون غړی شي.

د اقلیم د بدلون لپاره د ملګرو ملتونو د کنوانسیون اجذایي مسولې پتریشیا اسپینوزا، ویلي دي چې ددې تړون نه د متحده ایالاتو وتل د اقلیم د بدلونونو پر وړاندې د مبارزې د ټاکل شویو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره په نړیوالو هڅو کې خلا رامنځ ته کوي. خو د هغې په وینا د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د امریکا د بیرته پیوستون لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

دونالد ټرمپ لومړی ځل د ۲۰۱۷ کال په جون کې له دغه تړون نه د وتلو لپاره خپل مرام اعلان کړ او بیا د هغه حکومت د ۲۰۱۹ کال د نومبر په څلورمه رسماً اعلان وکړ چې د یو کال په ترڅ کې له تړون نه وځي.

د پاریس د اقلیمي بدلونونو تړون په ۲۰۱۵ کال کې لاس لیک شو او د نړۍ ۱۹۷ هیوادونو په کې غړیتوب ترلاسه کړ او اوس د امریکا متحده ایالات یواځنی هیواد دی چې له دغه تړون نه وځي.

د اقلیمي بدلونونو لپاره د ملګرو ملتونو ددغه کنوانسیون اوسنیو او پخوانیو مقاماتو ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو د مالي او دپلوماتیک ملاتړ پرته مصونې کچې ته د ځمکې د تودوخې سړیدل به مشکل وي.

له بلې خوا یو شمیر اروپایي او امریکایي پانګه اچوونکو چې پانګه یې ۳۰ تریلیون ډالرو ته رسیږي، امریکا یې هڅولې ده چې ددغه تړون سره بیرته یوځای شي.

د امریکا د مخکني حکومت د ژمنې په اساس د پاریس د تړون په چوکاټ کې امریکا باید تر ۲۰۲۵ پورې خپل ګلخانه یي ګازونه د ۲۰۰۵ کال د کچې په پرتله په سلو کې ۲۸ راکم کړي.

د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما حکومت ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د دوه تریلیون ډالرو په لګولو سره د ګلخانه یې ګازونو (مضره ګازونو) د تولیدو کچه صفر ته راټیټه کړي.

XS
SM
MD
LG