د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال میلر: د کندهار په برید کې 'هدف زه نه وم'


په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان سکاټ میلر
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان سکاټ میلر

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان سکاټ میلر، د جمعې په ورځ وویل باور لري چې "هغه د کندهار په ښار کې د پنجشنبې د ورځې د برید هدف" نه و.

جنرال میلر د طلوع تلویزیون سره په مرکه کې ویلي "زما څیړنې ښیي چې زه [د کندهار د پنجشنبې د ورځث د برید] هدف نه وم. د غونډې ځای خورا محصور و. خو زما ارزونه داده چې زه د حملې هدف نه وم".

٣٩ کلن جنرال عبدالرازق د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ١٨) په هغو ډزو کې چې د کندهار د محلي مقاماتو سره د ناټو د قاطع ماموریت د قوماندان جنرال سکاټ میلر له کتنې وروسته وشوې لومړی ټپي شو او بیا په روغتون کې مړ شو.

د پنجشنبې په مرگوني برید کې د کندهار ولایت د امنیت رئیس عبدالمومن حسین خیل، هم وژل شوی دی.

د جنرال رازق وژنه ددې سبب شوه چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په کندهار کې د ولسي جرگې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره شاته وغورزوي.

ډزې هغه وخت شوي چې د کندهار د محلي مقاماتو او مشرانو سره د جنرال میلر کتنه پای ته رسیدلې وه او جنرال میلر او ملگري یې د هغه هیلکوپتر پر لور روان وو چې د ولایت د ودانۍ تر څنگ الوتنې ته تیاره وه.

د حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي له وژل کیدو وروسته جنرال عبدالرازق په ٢٠١١ کال کې د کندهار ولایت د امنیه قوماندان په توگه ټاکل شوی و.

قوماندان رازق خپلو سرتیرو ته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو د وژلو او د پاکستاني پوځیانو سره د جدي چلند امر کړی و. هغه همداشان د شخصي زندانونو په لرلو تورن شوی و چې خلک په کې شکنجه کیدل.

XS
SM
MD
LG