د امریکا پوځ د مخدره موادو د لېږدونکو کښتیو پر ضد د یوه نوي هوايي برید خبر ورکړی چې پکې د مخدره توکو پنځه ترهګر وژل شوي دي. دا پداسې حال کې ده چې واشنګټن هېواد ته د وژونکو مخدره موادو د بهیر د درولو لپاره خپلو عملیاتو ته لا زور ورکړی دی.
د امریکا د سویلي قومندانۍ (SOUTHCOM) په وینا، دغه وژونکی پوځي برید د چهارشنبې په ورځ ترسره شو او دوه هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د نومول شوو ترهګریزو سازمانونو له خوا اداره کیدې.
سوت کام وویل چې دا برید د جګړې د وزیر پېټ هېګسېت په لارښوونه ترسره شوی دی.
د امریکا د سویلي قومندانۍ (SOUTHCOM) د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي:
«استخباراتي معلوماتو تایید کړه چې دغه کښتۍ د مخدره موادو د قاچاق پر مشخصو لارو روانې وې او په مخدره قاچاق کې ښکېلې وې. د دغو عملیاتو پر مهال د مخدره توکو ټول پنځه ترهګر ووژل شول، درې په لومړۍ کښتۍ کې او دوه په دوهمه کښتۍ کې.»
دا په همدې اوونۍ کې دوهم برید دی، چې د سې شنبې د هغې حملې وروسته ترسره شو چې پکې درې د مخدره موادو د قاچاق کښتۍ چې د کاروان په بڼه روانې وې، په نښه شوې. سوت کام ویلي وو چې دغه کښتۍ په نړیوالو اوبو کې د نومول شوو ترهګریزو سازمانونو له خوا اداره کیدلې.
سوت کام راپور ورکړ چې په لومړۍ نښته کې په لومړۍ کښتۍ کې د مخدره توکو درې ترهګر ووژل شول، خو پاتې کسان له دوو نورو کښتیو اوبو ته ځانونه واچول او تر نورو نښتو مخکې یې ترې واټن ونیو او زیاتوي چې وروسته بیا د دوامدارو بریدونو په ترڅ کې دا کښتۍ ډوبې شوې.
د امریکا د سویلي قومندانۍ وویل چې سمدستي یې د امریکا سمندري ساتونکو ته خبر ورکړ تر څو د دوي د لټون او ژغورنې سیستم فعاله کړي .
د امریکا سمندري ساتونکو هم د چهارشنبې په ورځ د ایکس پر پاڼې تایید کړه چې د جنګ وزارت له لوري د ارام سمندر په سیمه کې د ستونزو سره د مخ کسانو په اړه خبر ورکړل شوی دی.
په پوسټ کې راغلي: «د امریکا سمندري ساتونکي د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کوي. تازه معلومات به د ترلاسه کېدو پر مهال شریک شي.» خو ددې کسانو د هویت او دا چې ایا څوک ژغورل شوي که نه، نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه د دې کمپاین په ترڅ کې چې د سوېلي نېزې عملیات په نوم یادیږي پر شکمنو او د مخدره موادو پر کښتیو د بریدونو له امله له ۱۱۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره وایي چې دا عملیات د مخدره موادو قاچاق په نښه کوي.
ټرمپ په همدې اوونۍ کې وویل: «هر ځل چې زه یوه کښتۍ له منځه وړم، د ۲۵ زرو امریکاييانو ژوند ژغورل کېږي؛ خبره ډېره ساده ده.»
د امریکا پوځ په کارابین کې د هغو کښتیو پر ضد پوځي بریدونه ترسره کوي چې د مخدره موادو د قاچاق شک پرې کېږي، او سیمې ته یې جنګي بېړۍ هم لېږلې دي تر څو د وینزویلا د نیکولاس مادورو پر رژیم فشار زیات کړي؛ هغه رژیم چې د ټرمپ اداره وایي امریکا ته په پراخه کچه مخدره مواد ورلېږي.
فورم \ دبحث خونه