د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا ددې کال تر پایه له اسرائیل سره د څلور میلیارد ډالرو کلنۍ مرسته بندوي

واشنګټن او اسرائیل توافق کړی چې د روان کال تر پایه له دغه هېواد سره د امریکا کلنۍ څلور میلیارد ډالري مرستې بندې شي.
واشنګټن او اسرائیل توافق کړی چې د روان کال تر پایه له دغه هېواد سره د امریکا کلنۍ څلور میلیارد ډالري مرستې بندې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ، د نومبر په درېیمه، وویل چې واشنګټن او اسرائیل توافق کړی چې د روان کال تر پایه له دغه هېواد سره د امریکا کلنۍ څلور میلیارد ډالري مرستې بندې شي. ټرمپ وویل، اسرائیل اوس یو شتمن هېواد دی او نور دغو مرستو ته اړتیا نه لري.

ټرمپ زیاته کړه چې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دغو مرستو له تدریجي بندېدو سره موافقه کړې، خو اسرائیل لا هم کولای شي خپلې اړینې وسلې له امریکا واخلي.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم نتنیاهو یو ستر شریک بللی او له نوموړي سره یې د خپلو نږدې اړیکو یادونه کړې وه. ټرمپ او نتنیاهو د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو د ګډو پوځي عملیاتو مشري کړې چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شول.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «ما او تتنیاهو څو میاشتې مخکې توافق وکړ چې له اسرائیلو سره د امریکا کلنۍ څلور میلیارد ډالري مرستې بندې کړو. هغوی له دې پرېکړې سره ستونزه نه لري، ځکه اسرائیل په یوه ډېر بریالي هېواد بدل شوی دی.»

نوموړي وویل چې امریکا به «د اړتیا په صورت کې» لا هم له اسرائیل سره مرسته وکړي او دغه هېواد یې «ډېر ښه متحد» وباله. نتنیاهو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

له اسرائیل سره د امریکا د مرستو مخینه ۱۹۴۹ کال ته رسېږي؛ هغه مهال واشنګټن د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک له لارې اسرائیل ته سل میلیون ډالره اقتصادي پور ورکړ. له اسرائیلو سره د امریکا پوځي مرستې په ۱۹۵۹ کال کې پیل شوې او د امریکا کانګرس په ۱۹۷۱ کال کې د لومړي ځل لپاره یوه ټاکلې اندازه پیسې له اسرائیل سره د کلنۍ مرستې په توګه ځانګړې کړې. په ورپسې کلونو کې د دغو مرستو کچه لوړه شوه، که څه هم په ځینو پړاوونو کې پکې بدلونونه راغلل.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG