د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او سعودي په سودان کې د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه 


د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان نن یکشنبه مۍ ۲۸ (جوزا اووم) په سودان کې د پیل شوي اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه وکړه.

په سعودي عربستان کې د خبرو اترو په پایله کې د یوې اوونۍ اوربند اعلان شوی، چې جګړه یې تر یوې اندازې ارامه کړې او ولسی خلکو ته بشري مرستو رسول یې څه ناڅه اسان کړي دي.

ټاکل شوې چې په جده کې به په دې اړه د امریکا په مشرۍ پیل شوې خبرې د دوشنبې تر ورځې پورې هم روانې وې.

دواړه هېوادونه له لېرې څخه پیل شوی اوربند څاري چې څو ځلې مات شوی هم دی.

واشنګټن او ریاض د سودان د جګړې په دخېلو غاړو غږی کړی چې «خبرې دې روانې وساتي چې د اوربند د غځولو په اړه یوې موافقې ته» ورسېږي.

سعودي عربستان او متحدو ایالتونو په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «سره له دې چې فوق العاده به نه وي، خو د [اوربند غځول] به لږ تر لږه د سودان خلکو ته د عاجلو ضروري بشري مرستو رسول اسان کړي.»

د سودان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواک ترمنځ له شاوخوا شپږو اوونیو راهېسې جګړه روانه ده. د سیاسي کړکیچ د حل تر څنګ، هڅه کېده چې د چټک ملاتړ ځواک د سودان د پوځ په لیکو کې ګډ کړل شي چې دا هڅه ناکامه او جګړه پيل شوه.

د چټک ملاتړ ځواک ویلي دي چې د اوربند تړون غځولو په اړه خبرو ته چمتو دي او «د تړون د نوي کېدو په اړه به د جګړې د بل اړخ جدیت او ژمنتیا ازمايي» او حالت به څاري چې هغوی تړون عملي کوي که نه.

رویټرز خبري اژانس وایي چې لا د اوربند د غځېدو په اړه د سودان پوځ کومه څرګندونه نه ده کړې.

ملګري ملتونه وايي چې د جګړې د پیل راهېسې ۱.۳ میلیون خلک مجبور شوي چې خپل کورونه او سیمې پرېږدي او وتښتي. همدغه راز څه باندې ۳۰۰زره خلک له سودان څخه وتلي دي چې اکثریت یې مصر او چاد ته تللي دي.

په مرکز خرطوم کې دفترونه، فابریکې،‌ بانکونه او کورونه یا لوټل شوي او یا هم ویجاړ شوي دي. د اوبو، غذا او طبي موادو انتقال هم ورو دی.

په اوربند کې عمومي جګړه درېدلې ده، خو په ځینو سیمو کې ډزې او نښتې شوي دي. ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې اوربند دی، خو بیا هم دوی د مرستو د انتقال لپاره د اجازه او امنیتي ضمانت په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د سودان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې په جګړې کې شاوخوا ۷۵۰ تنه وژل شوي دي، خو داسې ښکاري چې د تلفاتو شمېر تر دې زیات دی.

د عامې روغتیا وزارت د الجنینه په سیمه کې د ۵۱۰ نورو کسانو مړینه هم ثبت کړې ده. د دارفور د مدافع وکیلانو ټولنه وايي چې ډېر کسان ورک دي.

XS
SM
MD
LG