د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د نتنیاهو سره په کتنه کې پر چین او ایران نیوکې وکړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، اسرائیل ته په یو ورځني سفر کې پرایران د تروریستي اقداماتو په خاطر او په چین د کروناویروس د وبا په اړوند انتقادونه وکړل.

ښاغلي پمپیو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۴) د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې حتی د کروناویروس د وبا په وخت چې د ایران خلک سخت تر فشار لاندې دي د ایران رژیم د هیواد منابع "په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو اقداماتو د هڅونې" لپاره په کار اچوي.

ښاغلي پمپیو وویل چې امریکا هڅه کوي چې د ایران د آیت الله د رژیم مالي منابع چې د اسرائیل او نورو هیوادونو د ځپلو لپاره کارول کیږي، وچې کړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د ایران پر ضد د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حکومت اقدامات وستایل او ویې ویل چې: "د ایران د ترهګر قوماندان (قاسم سلیماني)" له منځه وړل او په ملګرو ملتونو کې پر تهران باندې د تسلیحاتي بندیزونو د طرحې تمدیدول د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت د ستاینې وړ نور اقدامات دي.

ښاغلي پمپیو د کروناویروس وبا ته په اشارې او د اسرائیل په ستاینه وویل: "تاسې یو عالي شریک یاست، د نورو هیوادونو پر خلاف چې معلوم مبهوموي او پټوي، تاسې معلومات شریکوی – او مونږ به د هغه هیواد په هکله هم خبرې وکړو".

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په وار وار چین د کروناویروس په اړه د معلوماتو په پټولو تورن کړی دی او ویلي یې دي چې دغه وبا د چین د ووهان ښار له لابراتوارونو څخه منشا اخیستې ده. خو چین دغه تورونه تل رد کړي دي.

د اسرائیل د خاورې سره د اردن د سیند په لویدیځې غاړې کې د یهودي ښارګوټو نښلول د پمپیو او نتنیاهو د خبرو نور موضوعات وو.

د نړۍ زیات شمیر هیوادونه د اسرائیل له خاورې سره د اردن د سیند د لویدیځې غاړې د نښلولو مخالف دي، ځکه دغه اقدام د اسرائیل-فلسطین د دوو خپلواکو هیوادونو د جوړیدو هڅې پیچلې کوي.

اسرائیل د ۱۹۶۷ کال د جګړې په ترڅ کې لویدیځه غاړه، بیت المقدس او د غزې تړانګه ونیوله او د هماغې ورځې نه تر ننه فلسطینیان هڅه کوي چې دغه سیمې د خپل راتلونکي دولت یوه برخه کړي.

XS
SM
MD
LG