د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور: افغانستان په هغو ۱۲ هېوادونو کې دی چې پلکې د دولت لخوا د انساني قاچاق ملاتړ کېږي

د انساني قاچاق په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال په راپور کې د افغانستان په شمول د هغو ۱۲ هېوادونو ارزونه شوې چېرته چې دولتونه په انساني قاچاق او جبري کار ته د خلکو په هڅولو کې ښکېل بلل شوي دي.

دا راپور په افغانستان کې د طالبانو او د هېواد د وزارتونو کړنې ارزوي، پرته له دې چې دا کار د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه وښيي.

راپور افغانستان، بېلاروس، برما، کمبوډیا، چین، کیوبا، اریتریا، ایران، شمالي کوریا، روسیه، جنوبي سودان او سودان د هغو هېوادونو په لیست کې شامل کړي چې د دولت لخوا د تمویل شوي انساني قاچاق یا د ګټې اخېستنې له اړوندو ډولونو سره تړاو لري.

راپور د افغانستان په شمول د هغو هېوادونو نومونه لیکلي چېرته چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې، حکومتي ځواکونو یا د حکومت له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو ډلو ماشومان د سرتېرو په توګه استخدام یا کارولي دي.

د دولت لخوا د تمویل شوي انساني قاچاق سربیره، راپور د هېوادونو د پولو دباندې د هغو جرمي شبکو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي چې آنلاین فعالیت کوي.

د راپور له مخې، جنایي ډلو په ځانګړې توګه په سوېل ختیځې اسیا کې د لږ تر لږه ۸۰ هېوادونو څخه سلګونه زره خلک د درغلۍ په چارو کې د بوخت کولو لپاره د درواغجنو دندو په وړاندیزونو کار ته هڅولي دي. ډیری دا کسان له جبري کار سره مخ شوي او جرمونو ته اړ ایستل شوي دي.

د راپور له مخې، امریکایانو په ۲۰۲۵ کال کې د سویل ختیځې اسیا څخه د زېږنده درغلیو له امله لږ تر لږه ۱۸.۲ میلیارد ډالر له لاسه ورکړي دي. جنایي شبکې د خپلو فعالیتونو د اسانولو او د خپل نفوذ د پراخولو لپاره له جعلي دندو، کریپټوکرنسۍ او عصري ټکنالوژیو، لکه زبرځیرکتیا (مصنوعي ځیرکتیا) څخه کار اخلي.

دا راپور د دارالایتام په شمول د استوګنې په مرکزونو کې د ماشومانو د استثمار په اړه هم اندیښنه څرګندوي. په دغو مرکزونو کې ځینې مسؤلین ماشومانو ته د زده کړې، خوړو یا سرپناه د ورکولو ژمنې کوي او بيا يې د جبري کار يا جنسي ګټې اخېستنې لپاره استخداموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې له حکومتونو غوښتي چې د انسانانو د قاچاق په اړه پلټنې پیاوړې کړي، شرکتونه او دولتي چارواکي د دغو جرمونو له امله حساب ورکولو ته راوبولي او له قربانیانو څخه ملاتړ ښه کړي. راپور ټینګار کوي چې قربانیان باید د هغو غیرقانوني کړنو له امله مجازات نشي چې د انسانانو د قاچاق له امله پرې تپل شوې دي.

راپور کې دا سپارښتنه هم شوې چې قربانیانو ته روغتیايي، رواني، حقوقي او مالي مرستو ته د لاسرسي زمینه پراخه شي، د قانون د تنفیذ ارګانونو او ملاتړو سازمانونو ترمنځ همکاري ښه شي او د زیانمنونکو ماشومانو لپاره محافظتي تدابیر پیاوړي شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG