د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د هوايي ډګر د ساتونکو امریکايي سرتېرو ستایل

د هغو امریکايي سمندري ځانګړو ځواکونو سرتېرو ته ورکړل شوي د زړورتیا مډالونه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د افغانستان څخه د پوځي تخلیې د عملیاتو پر مهال د کابل د نړیوال هوايي ډګر دروازه یې ساتله، د ستاینې وړ لا ویاړلې کچې ته لوړه شوې ده.

د امریکا د جګړې وزارت ویاند، شان پارنل، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا اقدام ځکه شوی چې دغو سرتېرو «په شعوري ډول خطر منلی او هغه کسان یې ژغورلي چې د دښمن تر مستقیم برید لاندې وو.»

د کابل هوايي ډګر ته نږدې د داعش د ځانمرګي برید په ترڅ کې د افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو پر مهال ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ څخه زیات افغان ملکي وګړي ووژل شول.

پارنل ویلي چې دا پرېکړه د امریکا د جګړې د وزیر، پیت هېګسیت، په امر او د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اخراج د ارزونې ځانګړي پلاوي په سپارښتنه شوې ده، او هغه مډالونه چې په پیل کې ورکړل شوي وو، د هغه خطر کچه چې دغه سرتېري ورسره مخ و او ددوي د اتلولۍ کړنې په غوره توګه نه په ډاګه کوي.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې څو تنه سرتېري د دې لا ویاړلو مډالونو مستحق بلل شوي او د هغوی مډالونه کومې کچې ته لوړ شوي دي.

پارنل، چې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ارزونې د ځانګړي پلاوي مشري هم کوي، ویلي چې دا پلاوی به خپل پراخ کار ته دوام ورکړي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ۲۰۲۱ کال د افغانستان له تجربو څخه په زده کړو سره، امریکايي سرتېري هېڅکله په داسې حالت کې پاتې نه شي چې د هغوی زړورتیا ته په بشپړ ډول درناوی ونه شي.

هېګسیت تېر کال امر کړی و چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی وڅېړل شي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د تېر کال د اګست په وروستیو کې د هغو امریکايي سرتېرو د یاد په موخه چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د «ابي ګېټ» دروازې ته نږدې په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو، اعلامیه خپره کړه.

ټرمپ او د هغه مرستیال، جي ډي ونس، تل د دې پېښې پړه د پخواني ولسمشر جو بایډن پر حکومت اچولې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې، د جو بایډن ادارې د دوحې د هوکړې پر بنسټ چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو امر ورکړ.

بایډن، چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د «ګډوډ» وتلو له امله سختې نیوکې پرې شوې دي، تل یې د تخلیې د عملیاتو پر مهال د خپل حکومت له کړنو دفاع کړې ده

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG