ټاکل شوې چې سبا شنبه (نومبر۱۴) هند او پاکستان د اسیا د ۱۹ کلنو د کرکټ سیالیو پایلوبې کې له یو بل سره مخامخ شي.
هند تېره ورځ افغانستان ته او پاکستان ته بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ووتل.
دا لوبې په عمان کې کېږي. پاکستان په ګروپي لوبو کې هند ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان بنګله دېش، سري لانکا او مالیزیا ته په ماتې ورکولو سره خپلې درې واړه ګروپې لوبې وګټلې، خو په نیمه پایلوبې کې یې په هند وبایلله.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي له دغې ماتې وروسته په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، سره له دې چې په ماتې خپه دی خو «په دغو ټولو سیالیو کې د خپلو لوبغاړو په هلو ځلو ډېر ویاړم».
ښاغلي احمدزي لیکلي دي: «دا سفر روان دی. موږ یې زده کوو. پرمختګ کوو او بېرته به قوي راستنېږي.»
افغانستان د ۱۹ کلنو د اسیا د کرکټ په سیالیو کې تر ګډون مخکې په عمان کې له بنګله دېش سره څلور یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې دا لړۍ ۲-۲ مساوي شوه او له عمان څخه یې د دوو لوبو لړۍ ۲-۰ وګټله.
فورم \ دبحث خونه