د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د اماراتو ټپي شوی سفیر مړ شو


د عربي متحده اماراتو سفیر چې تیره میاشت د کندهار د والي په میلمستون کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی و، نن چارشنبه ساه ورکړه.

د عربي متحده اماراتو رسمي منابعو اعلان کړی چې په افغانستان کې ددې هیواد سفیر بن جمعه محمد عبدالله الكعبي، چې تیره میاشت په افغانستان کې د کندهار د والي په میلمستون کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی و د چارشنبې په ورځ مړ شو.

د اماراتو دولتي خبري اژانس د دولت د رسمي اعلامیې په بنسټ رپوټ ورکړی چې بن جمعه محمد عبدالله الکعبي "انسانیت ته د خدمت کولو په لار کې ژوند له لاسه ورکړ".

په هغه حمله کې چې د جدي د میاشتې په ٢٠ د کندهار د والي پر میلمستون وشوه تر اوسه هیڅ ډلې یې مسولیت نه دی منلی، د متحده اماراتو د پنځه دیپلوماتانو په گډون ١٣ تنه په کې ووژل شول او همداشان په پیښه کې د اماراتو د سفیر او د کندهار د والي په گډون یو شمیر نور په کې ټپیان شوي وو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په روانه اونۍ کې متحده عربي اماراتو ته دوه ورځنی سفر درلود چې په ترڅ کې یې د هغه هیواد د وژل شویو دیپلوماتانو له کورنیو سره وکتل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د جمهور رئیس غني د سفر په اړه د امریکا غږ ته ویلي چې "ددې سفر یوه برخه د هغو دیپلوماتانو له کورنیو سیره لیدنه کتنه وه چې د کندهار په تروریستي حمله کې شهیدان شوي او د هغوی یو شمیر کورنیو ته مدالونه هم وکړل شول".

ښاغلي مرتضوي دا هم ویلي وو چې جمهور رئیس غني د کندهار د حملې د پلټنو لومړنۍ نتیجې او موندنې د متحده عربي اماراتو د ولیعهد سره هم شریکې کړې، خو هغه د ددې پلټنو د جزییاتو په هکله څه ونه ویل. د ښاغلي غني دغه ویاند د کندهار برید "ډیر پیچلی" گڼلی دی.

د افغانستان حکومت، په افغانستان کې میشت د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت، او د متحده عربي اماراتو حکومت د کندهار د حملې په پلټنو کې دخیل دي.

د کندهار له برید نه یوه ورځ وروسته د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، خبریالانو ته وویل چې د کندهار د والي د میلمستون په چاودنه کې د داسې موادو نه استفاده شوی وه چې له بهر نه افغانستان ته انتقال شوي وو او داسې مواد دمخه په هیواد کې نه وو لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG