د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو نوي مقررات؛ د شرابو له ازادۍ نه د مجردانو تر معاشرت 


متحده عربي اماراتو یو لړ عمده شخصي ازادۍ اعلان کړي چې د نه واده شویو جوړو یو ځای ژوند کول، د الکولو پر استعمال باندې د محدودیتونو کمول او د "ناموسي قتلونو" جرم ګڼل په کې شامل دي.

د اماراتو دولتي خبري اژانس د شنبې په ورځ نومبر اومه (لړم ۱۷) رپوټ ورکړ چې ددغه اقدام هدف د اقتصاد او ټولنیز دریځ غښتلي کول، او په عربي متحده اماراتو کې د "زغم د اصل غښتلي کول" ګڼلي، خو پدې هکله یې زیات جزییات ندي ورکړي.

دغه اقدام د اماراتو او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو له موافقې وروسته کیږي، هغه موافقه چې تمه ده اسرائیلي سیلانیان او پانګه د اماراتو په لور سوق کړي.

همداشان دغه تازه اقدامات پداسې حال کې اعلانیږي چې ټاکل شوی د دوبۍ ښار د نړۍ د ستر نندارتون (World Expo) کوربتوب وکړپ. دغه نندارتون چې تمه کیږي اماراتو ته د سوداګریزو فعالیتونو سیلاب جاري او د شاوخوا ۲۵ میلیونو سیلانیانو د تللو زمینه برابره کړي، ټاکل شوی وه د اکتوبر په میاشت کې جوړ شي، خو د کروناویروس د وبا په وجه یې جوړیدل یو کال ځنډیدلي دي.

د نویو مقرراتو په اساس چې د اماراتو د مقاماتو په وینا ډیر ژر به پلي شي، د ۲۱ کلنو او له هغې څخه پورته عمر لرونکو ته یې د الکولو د استعمال، خرڅلاو او مالکیت سزا له منځه وړې ده.

سره له دې چې د اماراتو په مجللو تفریحي هوټلونو کې شراب په پراخه پیدا کیږي، په هغه هیواد کې د اخیستل، خرڅلاو، انتقال او الکول درلودل د حکومت له لورې د ځانګړي جواز له مخې کیږي. د نویو مقرراتو له مخې به مسلمانان هم ددغه جواز د اخیستلو اجازه ولري.

همداشان د مجردو جوړو یوځای اوسیدل او معاشرت چې د اوږدې مودې راهیسې په اماراتو کې جرم ګڼل کیده، د نویو تعدیلاتو له مخې ازادیږي.

سربیره پر دې د اماراتو حکومت د ښځو د حقونو نه د زیاتې ساتنې د هڅو په مقصد "ناموسي قتلونه" جرم ګڼلی دی.

د نویو مقرراتو له مخې حتمي او جبري نده چې بهرنیان چې د متحده عربي اماراتو د نفوس ۹۰ فیصده دي د واده، طلاق او میراث اړوند مسایلو کې د هغه هیواد د محاکمو د شرعي قانون تابع اوسي.

خو بیا هم د نویو مقرراتو په هکله د اماراتو د حکومت اعلامیې هغو کړنو ته اشاره نده کړې چې د هغه هیواد د عرف او عنعناتو له مخې اهانت ګڼل کیده او پخوا د بهرنیانو د زنداني کیدو سبب کیدل لکه همجنس بازي، نیمه لوڅو جامو اغوستل او په عامه اماکنو کې موچې کول او لمس کول.

XS
SM
MD
LG