د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د اماراتو الوتکه بېرته ګرځېدلې او فلاۍ دوبۍ پروازونه ځنډولي 


کابل ته نړیوال پروازونه
کابل ته نړیوال پروازونه

د اماراتو هوايي شرکت نن یکشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) وویل چې د کابل د هوايي ډګر د ځغاست لیکې د موقتې بندېدو له کبله له کابل څخه یې یوه الوتکه بېرته ګرځېدلې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د اماراتو هوايي شرکت ۷۷۷ بوینګ الوتکه چې د کابل د هوايي ډګر په فضا کې وه، ویې نشوه کولای چې کښیني او بېرته دوبۍ ته ولاړه.

د دغه شرکت یو ویاند وویل: «د افغانستان وضعیت له نژدې څارو او له اړوندو چارواکو سره په تماس کې یو چې زموږ عملیات او خدمات مصون وي.»

د اماراتو هوايي شرکت لا نه دي ویلي‌ چې ایا افغانستان ته یې پروازونه ځنډولي دي که نه.

خو د فلاۍ دوبۍ هوايي شرکت ویلي دي چې تر بلې اطلاع پورې کابل ته د دغه شرکت پروازونه ځنډول شوي دي.

دغه شرکت دا خبره هم کړې ده چې یوې ۷۳۷ بوینګ الوتکه یې، چې کابل ته الوتلې وه، له نیمې لارې بېرته راګرځېدلې ده.

تر دې دمه د کابل د هوايي ډګر د ځغاست لیکې د بندېدو دقیق معلومات نشته خو دا مهال د کابل په هوايي ډګر کې زرګونه امریکايي عسکر موجود دي چې له افغانستان څخه د امریکايي کارکوونکو او د هغوی د افغان همکارانو د انتقال په چارو کې مرسته وکړي.

بل لوري ته د افغانستان د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحمني په ګډون یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو د کابل له هوايي ډګر څخه اسلام ته پرواز کړی چې د افغانستان په روانو حالاتو د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG