د امریکا استازو، سټیف ویټکاف او جرید کوشنر، د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۲) په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او وړاندیز یې وکړ چې په مذاکراتو کې د اروپا ونډه ومني، ځکه خبرې د روسیې او اوکراین له جګړې هاخوا د اروپا د امنیت پراخو مسایلو ته غځېږي.
دا لیدنه په ابوظبۍ کې د امریکايي، روسي او اوکرایني چارواکو ترمنځ له دوو ورځنیو مذاکراتو وروسته وشوه. د دغو خبرو په پای کې روسي او اوکرایني چارواکو وویل چې د بندیانو د پراخې تبادلې په اړه اصولي هوکړې ته رسېدلي دي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوتین د کرملین په غونډه کې د اوکراین له ختیځ ښار کوستیان تینیفکا څخه د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د بشري عملیاتو وړاندیز وکړ. روسیه او اوکراین دواړه د دغه ښار د کنټرول ادعا کوي.
په راتلونکو مذاکراتو کې د اروپا د ګډون هیله
ویټکاف د غونډې په پیل کې وویل چې د ابوظبۍ د خبرو فضا ښه وه او د روسیې او اوکراین پلاوو له یو بل سره ښه کار کړی دی. د هغه په وینا، د بندیانو د تبادلې هوکړه ښيي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته د رسېدو پر لور روان دي.
ویټکاف د پنجشنبې د ورځې له غونډې مخکې، په مسکو کې د یوه هوټل مخې ته د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا سوله نږدې شوې، وویل: «هیله لرم چې داسې وي.»
د پوتین سلاکارانو، یوري اوشاکوف او ولادیمیر میدینسکي، او د هغه استازي، کیریل دیمیتریف، هم په غونډه کې ګډون درلود. ټاکل شوې وه چې امریکايي استازي له مسکو څخه ډبلین ته ولاړ شي او د پنجشنبې په ماښام له زیلینسکي سره وګوري.
ویټکاف وویل: «هیلهمن یو چې ډېر ژر، ښايي ان د همدې غونډې په پای کې، د راتلونکې درې اړخیزې غونډې اعلان وکړو چې اروپایان به هم پکې شامل وي.»
اروپايي چارواکي په ابوظبۍ کې حاضر وو، خو د مذاکراتو پر مېز نه وو ناست. روسیې تر اوسه په مستقیمو خبرو کې د هغوی له ګډون سره مخالفت کړی دی.
کوشنر وویل چې امریکايي چارواکو او اروپايي شریکانو په دې اړه خبرې پیل کړې چې په اروپا کې امنیتي جوړښت باید څنګه وي.
هغه وویل: «اروپایان غواړي چې دا جګړه په رښتیا پای ته ورسېږي او ورپسې اوږدمهاله سوله راشي. د روسیې، اوکراین او اروپا ترمنځ د اوږدمهاله امنیت په اړه مو له هغوی سره خبرې پیل کړې دي.»
خو پوتین امریکايي استازو ته وویل چې له اوربند وروسته په اوکراین کې د هر ډول اروپايي ځواکونو حضور مسکو ته «په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی» او روسیه به هغوی مشروع هدفونه وګڼي.
کوشنر بیا ټینګار وکړ: «موږ ډېر باوري یو چې که څو اړخیزو مذاکراتو ته ولاړ شو، د مسایلو د حل لپاره به پرمختګ ته دوام ورکړو.»
د روسیې سخت دریځ
د روسیې د مذاکراتي پلاوي مشر، ولادیمیر میدینسکي، د روسیې دولتي تلویزیون ته د ارضي کنترول په اړه سخت دریځ څرګند کړ او ویې ویل: «هر ځای چې زموږ د روسي سرتېري پښه رسېدلې، هغه زموږ دی.»
اوکرایني مذاکره کوونکي، داوید اراخامیا، وویل چې دا د جګړې له پیله د مذاکراتو تر ټولو ستونزمن پړاو و. هغه زیاته کړه: «روسان له ډېرو سختو لارښوونو سره راغلي وو او د خبرو د لحن نرمول ستونزمن وو.» خو اراخامیا وویل چې دواړو لورو بیا هم «ډېر ښه پرمختګ» کړی دی.
زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په ډبلین کې د اروپا د سیاسي ټولنې سرمشریزې ته وویل چې روسي پلاوي په مذاکراتو کې ویلي، په تور سمندرګي کې د کړکېچ د کمولو یا د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو په اړه د خبرو واک نه لري.
هغه وویل: «زموږ پلاوي واورېدل چې د روسیې مشر په غوسه دی او غواړي بریدونو ته دوام ورکړي.»
ټرمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې «سترې او ښکلې هوکړې» وړاندوینه کړې وه او د دغو تازه ډیپلوماتیکو هڅو لپاره یې خپل استازي ولېږل.
پوتین د پنجشنبې په ورځ له امریکايي استازو وغوښتل چې د مسکو او کییف ترمنځ د اړیکو د برابرولو له امله ټرمپ ته د هغه مننه ورسوي. هغه په اولېشکي کې د بشري عملیاتو په ترسره کولو کې د امریکا د لومړۍ مېرمنې، میلانیا ټرمپ، د ونډې له امله ځانګړې مننه هم وکړه.
د امریکا لومړۍ مېرمنې ویلي چې د هغې په مرسته د اکتوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د رامنځته شوي اوربند پر مهال نږدې ۸۰۰ کسان له سیمې ایستل شوي دي.
د بریدونو دوام
په ابوظبۍ کې د مذاکراتو او په کرملین کې د غونډې پر مهال هم د دواړو خواوو ترمنځ بریدونو دوام درلود.
د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، وویل چې د شپې لخوا د روسیې یوې بېپیلوټه الوتکې د استوګنې پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ برید کړی چې یوه ښځه پکې وژل شوې او پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، روسیې د توغندیو ترڅنګ ۱۲۳ بېپیلوټه الوتکې کارولې چې ۷۳ یې په جټ انجنونو سمبالې وې.
زیلینسکي پر ټولنیزو رسنیو دا هم ویلي چې د سپېس اېکس شرکت د پوځي سپوږمکیز خدمت، «سټارشیلډ»، د سرعت حد بیا په ساعت کې ۱۶۱ کیلومترو ته راټیټ شوی دی. د هغه په وینا، په دې سره د اوکراین رهګیرې بېپیلوټه الوتکې نه شي کولای دومره چټکې پرواز وکړي چې د روسیې جټ بېپیلوټه الوتکې ونیسي.
هغه لیکلي: «دا له روسانو سره مرسته کوي چې لا ډېر اوکراینیان ووژني»
تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، رد کړې وه چې سپینې ماڼۍ یا د امریکا کومې دولتي ادارې دې د سپېس اېکس د سپوږمکیزو سیسټمونو د سرعت د محدودولو امر کړی وي.
روبیو په اکتوبر کې خبریالانو ته ویلي وو: «ولسمشر د سټارلینک، سټارشیلډ او ښاغلي مسک له پرېکړو سره هېڅ تړاو نه لري. دا یو خصوصي شرکت دی.»
فورم \ دبحث خونه