متحدو عربي اماراتو د سه شنبې په ورځ د اردن له یوه هوايي مرکز څخه د اسلامي دولت د ډلې پر ضد بیا هوايي بریدونه پیل کړل.
اماراتو تېر کال پر دغې ډلې هوايي بریدونه درولي وو.
د خلیج د فدراسیون چارواکو د وام په خبري اژانس کې د اماراتو د وسله وال پوځ د عمومي قومندانۍ په قول لیکلي دي چې د متحدو عربي اماراتو اف-۱۶ الوتکو د سه شنبې په سهار د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو بمباري کړې ده.
دا لا معلومه نه ده چې بریدونه په عراق کې شوي که په سوریې کې، خو ویل شوي چې الوتکې بېرته خوندي راګرځېدلي دي.
امارات، د متحدو ایالتونو په مشرۍ د اسلامي دولت د ډلې پر ضد، د روان نړیوال کمپاین مهم غړی بلل کیږي.
امریکايي چارواکي وايي اماراتو په تېر ډسمبر کې د داعش پر ضد له هغې وروسته خپل هوايي بریدونه ودرول چې، د یو اردني جیټ له غورځېدو وروسته د هغه پیلوټ معاذ الکساسبه، ونیول شو. داعش بیا ورسته، الکساسبه ژوندی وسوځوه.
سره له دي چې اماراتو پر داعش عملیات درولي وو خو، په دغه کمپاین کې یې لوژیستکي مرستې کولې او د فارس په خلیج کې یې خپل هوايي تاسیسات ایتلافیانو ته پرېښي وو.
د اسلامي دولت پر ضد د اماراتو د هوايي بریدونو د بیا پېلېدو خبره داسې مهال مخې ته راځي چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد په خپلې یوې تازه مرکې کې ویلي چ په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د هوایي بمباریو په هکله د هغه حکومت ته معلومات ورکول کیږي.
ښاغلي اسد پدې ټینګار وکړ چې د هغوي سره دا همکاري په مستقیم ډول نه کیږي.
ولسمشر بشارالاسد په دمشق کې بي بي سي ته ویلي دي چې دا معلومات د عراق په شمول د دریم ګړیو هیوادونو لخوا هغوي ته ورکول کیږي خو پدې یې ټینګار وکړ چې دا تاکتیکي معلومات ندي.
اسد وایي هغوي به د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو سره لاس یو نکړي. بشارالاسد وایي هغوي نه غواړي چې د هغه په قول د هغه چا سره یو ځای شي چې د تروریزم ملاتړ کوي.
د سوریې حکومت د اسلامي دولت ډله، د النصره جبه او نورې ډلې چې د هغه د حکومت سره اختلاف لري، تروریستي ډلې ګڼي. ښاغلی اسد وایي اکثره هغه هیوادنه چې د امریکا په مشرۍ په ایتلافي ځواکونو کې شامل دي، د تروریزم ملاتړ کوي.
داعش پر ضد د روانو نړیوالو هوايي بریدونو مشري امریکا کوي چې څلور عرب هېوادونه هم په کې شامل دي.