د لاس رسي وړ اتصالات

عربي متحده اماراتو په اسرائیل کې سفارت پرانیست


عربي متحده اماراتو تیر کال د اسرائیل سره اړیکې عادي کړلې.
عربي متحده اماراتو تیر کال د اسرائیل سره اړیکې عادي کړلې.

عربي متحده اماراتو نن چارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) په تل ابیب کې خپل سفارت پرانیست. دا د تیر کال راپدیخوا چې د امریکا په منځګړتوب دواړو هیوادونو اړیکې عادي کړي، د اړیکو د عادې کیدو تازه اقدام دی.

د عربي متحده اماراتو سفارت د اسرائیل د ونډو د بازار په ودانۍ کې دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ ښکارندویي کوي.

د اړیکو د عادي کیدو وروسته عربي متحده امارت لومړنی عربي هیواد دی چې اسرائیل یې په رسمیت وپیژانده.

له دې څخه دمخه د جون په ۲۹ (چنګاښ ۸) د اسرائیل د بهرنیو چارو نوی وزیر یائیر لاپېد په لومړي ځل متحدو عربو اماراتو ته سفر کړی و او رسمآ یې په ابوظبهي کې «د اسرائیل سفارت» پرانیست.

د سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې د اسرائیل نوي جمهور رئیس اساک هیرزاګ او د عربي متحده اماراتو سفیر محمد الخاجه برخه اخیستې وه.

د اماراتو سفیر د سفارت پرانیستل د دواړو هیوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره " مهم" وباله او زیاته یې کړه، "اسرائیل او عربي متحده امارات دواړه نوښتګر هیوادونه دي او له همدې لارې کولی شو چې د خپلو هیوادونو او سیمې د نیکمرغۍ او ثبات لپاره ګټه واخلو. "

په همدې حال کې د اسرائیل جمهور رئیس اساک هرزاګ د عربي متحده اماراتو سره موافقه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې دا موافقه د هغو هیوادونو سره هم کیدای شي چې د اسرائیل سره سوله غواړي.

اسرائیل او عربي متحده اماراتو تیر کال د اګست په میاشت کې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د اړیکو په عادې کیدو موافقه لاسلیک کړله او تر هغې وروسته یې د سیاحت، مالي او هوایي چلند په برخې کې څو نور تړونونه هم لاسلیک کړل.

XS
SM
MD
LG