د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ عربي متحده امارات پاکستانیان له هیواد نه باسي 


په دوبۍ کې بهرني کارګر
په دوبۍ کې بهرني کارګر

د دوبۍ یوې حکومتي منبع د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غویي ۳) ویلي چې عربي متحده امارات او پاکستان د نورو پروازونو د برابرولو هڅه کوي چې پاکستاني اتباع له دې هیواد نه وباسي.

د رویټرز اژانس وایي اسلام آباد تیره اونۍ د عربي متحده اماراتو نه د خپلو یو شمیر اتباعو ایستل پیل کړي دي.

عربي متحده اماراتو دمخه یو شمیر هیوادونو ته چې د خپلو اتباعو د بیرته ستنولو نه ډډه کوي خبرداری ورکړی چې که د کروناویروس د خپریدو په وجه پدې هیواد کې بې کاره شوي او یا رخصت شوي بهرنیان بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه نه کړي، ددغو هیوادونو سره به په خپلو اړیکو بیا غور وکړي.

د پاکستان د هوایي شرکت پي آی اې یو پرواز د شنبې په ورځ ۲۲۷ پاکستانیان هیواد ته ستانه کړل. په پام کې ده چې ۱۳ نور پروازونه له عربي متحده اماراتو څخه پاکستان ته د اپریل د ۲۰ او ۲۸ ترمنځ وشي. دغه پروازونه به د پي آی اې او اییرعربیا الوتکې وکړي.

د پاکستاني دیپلوماتانو په وینا پاکستان د عربي متحده اماراتو لپاره د کاریګرو ستر مارکیټ دی چې څه دپاسه یو میلیون پاکستانیان پدې هیواد کې اوسیږي او کار کوي.

د عربي متحده اماراتو دوو ورځپاڼو لیکلي چې څه دپاسه ۴۰ زره پاکستانیان راجستر شوي چې هیواد ته ستانه شي.

د عربي متحده اماراتو د حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې دوبۍ د چهارشنبې په ورځ د کارګرو د حقوقو د خوندي کولو په خاطر یوه کمیټه جوړه کړه او هغوی ته یې د معشیت لپاره ښه امکانات برابر کړي دي.

په عربي متحده اماراتو او د خلیج په نورو هیوادونو کې زیات شمیر بهرني کارګران اوسیږي چې د رپوټونو له مخې یو شمیر هغه کم عاید لرونکي کارګر چې سره ګڼ اوسیږي په کروناویرس اخته شوي دي.

په متحده عربي اماراتو کې ۷۷۵۵ کسان پدې ویروس اخته دي او تر اوسه ۴۶ کسان یې له کبله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG