د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربي امارات: د فلای دوبۍ د پیلوټ مرستیال د 'ترهګریز برید' هڅه کړې

د متحدو عربي اماراتو دولتي رسنیو د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳مه] د هغه هېواد د لوی څارنوال حمد سيف الشامسي په حواله خبر ورکړی چې اسرائیل ته روانه، د فلای دوبۍ الوتکې د پيلوټ مرستیال د الوتنې پر مهال د "ترهګریز برید" د ترسره کولو هڅه کړې وه.

موضوع سره اشنا یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پیلوټ مرستیال حمام الحمامي نومېږي او د عمان تبعه دی. د پلټنو له جزئیاتو څخه یوې بلې باخبره سرچینې هم د پیلوټ د مرستیال هویت تایید کړی دی.

د متحدو عربي اماراتو لوی څارنوال اعلان وکړ چې د فلای دبۍ الوتکې د پیلوټ مرستیال د پیلوټانو د کېناستو په مخصوص ځای (کاکپټ) کې په موجود تبر پر پیلوټ برید کړی او هڅه یې کړې چې الوتکه تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا مخصوص تبر پیلوټانو ته نږدې یو ځای کې شته چې معمولاً د بېړنیو حالاتو لکه د الوتکې د غورځېدو پر مهال ترې ګټه اخېستل کېږي.

لوی څارنوال زیاته کړه چې د پېښې د جزئیاتو، انګېزو، احتمالي اړیکو او همدارنګه د فزیکي او ډیجیټلي شواهدو د څېړلو لپاره ارزونې روانې دي. متحده عربي امارات د څېړنو مشري کوي او د فلای دوبۍ هوايي شرکت د دوبۍ د حکومت ملکیت دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر لومړۍ] په سپینې ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې که دا ثابته شي چې ایران په برید کې ښکېل و، نو تهران به د واشنګټن له سخت ځواب سره مخ شي.

د اسرائیل حکومت هم د پلټنو سره د مرستې لپاره خپله استخباراتي او امنیتي ډله سعودي عربستان ته واستوله او غوښتنه یې کړې چې په پلټنو کې برخه ولري.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG