د لاس رسي وړ اتصالات

په عربي متحده اماراتو د حوثي یاغیانو د بل برید مخه ونیول شوه


په عربي متحده اماراتو دا توغندی پداسې حال کې وار شوی چې د اسرائیل جمهور رئیس دې هیواد ته ورغلی.
په عربي متحده اماراتو دا توغندی پداسې حال کې وار شوی چې د اسرائیل جمهور رئیس دې هیواد ته ورغلی.

د امریکا د دفاع وزارت وایي عربي متحده اماراتو د دوشنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغلې۱۱) د حوثي شعیه یاغیانو یو بالاستیک توغندی شنډ کړی چې د یمن څخه پدې هیواد وار شوی و.

دا په تیرو دوو اوونیو کې دریم ځل دی چې حوثیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی په عربي متحده اماراتو بریدونه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په خبري کنفرانس کې وویل چې په عربي متحده اماراتو کې میشتو امریکایي ځواکونو د پیټرایټ په نامه د توغندیو د دفاع د سیستم څخه کار واخیست چې دا توغندی شنډ کړي خو وایي چې د عربي متحده اماراتو ځواکونو د هوا څخه هوا ته د واریدونکي توغندي څخه د حوثیانو د توغندي د شنډولو لپاره کار واخیست.

ښاغلي کربي وویل چې د توغندي د شنډولو په پیښه کې هیڅ مالي او ځاني زیان ندی اوښتی.

په همدې حال کې د حوثي یاغیانو یو ویاند ادعا کړې چې توغندی هغوي وار کړی. دا توغندي په عربي متحده اماراتو پداسې حال کې وار شوی چې د اسرائیل جمهور رئیس هم په هغه هیواد کې و.

د عربي متحده اماراتو یو سیاسي سلاکار انور قرقاش د حوثي یاغیانو لخوا د توغندي وارول "بې ځایه پارونه" بللې.

ښاغلي قرقاش پدې هکله په ټویټر کې لکیلي، " مونږ د ترهګرو سازمانانو ګواښونه او خیالونه چې د خیالاتو پر اساس دي د یوې تیریدونکي موضوع پرته په بله سترګه نه ګورو. "

ښاغلي قرقاش همدرانګه خبرداری ورکړی چې دې بریدونو ته به داسې ځواب وویل شي چې د عربي متحده اماراتو د امنیت او ملي حاکمیت ضمانت ورکړل شي.

د دې برید نه وړاندې د عربي متحده اماراتو د ابوظبي کې په ښار د حوثي یاغیانو په برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپي شوي و.

په بریدونو کې د تیلو یوه تصفیه خانه او د ابوظبي نړیوال هوایي ډګر په نښه شوي و.

حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی خبرداری ورکړی چې په عربي متحده اماراتو به نور بریدونه هم وکړي. دغو یاغیانو ویلي چې په اماراتو یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.

د حوثیانو یو ویاند ویلي دا بریدونه یې د سعودي عربستان په مشرۍ په ائتلافي ځواکونو کې د عربي متحده اماراتو د نقش په خاطر کړي چې تیره اوونۍ یې پدې یاغي ډلې تعرضي عملیات کړي و.

د حوثیانو د حکومت د اطلاعاتو د وزارت مرستیال فهمي الیوسفي چې پایتخت صنعا یې په لاس کې ده ویلي چې دغه یاغي ډله به تر هغه په عربي متحده اماراتو د غچ اخیستو په خاطر بریدونو ته دوام ورکوي ترڅو پورې چې دا هیواد په یمن کې د وسله والو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG