د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتيانو ته سپارښتنه: سفر کې دودیزې جامې مه اغوندئ


د متحدو عربو اماراتو حکومت خپلو اتباعو ته لارښونه کړې چې له هېواد نه بهر د سفر پر مهال د عربو دودیز لباسونه وانغودي.

دا سپارښتنه له هغه وروسته وشوه چې په امریکا کې پولیسو یو اماراتي سوداګر پدې شک ونیوه چې ګواکي د اسلامي دولت ترهګرې ډلې (داعش) غړی دی.‌

د اماراتو د البیان ورځپاڼې د راپور په اساس دغه کس د عربو له دودیز لباس او عمامې سره د امریکا په اوهایو کې د فیرفیلد په هوټل کې په تیلفون خبرې کولې، چې د هوټل یو کارکوونکي پرې شک کړی دی.

دغه کار کوونکي سم له واره د بېړنیو مرستو ۹۱۱ شمېرې ته زنګ وهلئ او دغه عرب یې د اسلامي دولت مشکوک ترهګر معرفي کړی دی.

ګلف نیوز د دغه سړي تصویرونه خپاره کړي چې پولیسو پر ځمکې څملولی او لاسونه یې ولچک کوي.

د البیان ورځپاڼه وايي پولیسو له لږ توقیف وروسته د اماراتو دغه وګړی پرېښی، خو ویل کیږي چې هغه پر پولیسو او د فیرفیلد هوټل پر کارکوونکو عریضه کړې چې ولې یې بخښنه ترې نه ده غوښتي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر کې لیکلي "د هېوادوالو د مصونیت لپاره، هغو سړیو ته چې بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي، سپارښتنه کوو چې د سفر پر مهال دودیز عربي جامې وانغوندې، په خاص ډول په عمومي ځایونو کې".

په امریکا کې د ۲۰۰۱ د ترهګریزو بریدونو وروسته په عمومي ډول د مسلمانانو په خلاف د ځينو خلکو کرکه زیاته شوې او پدې لړ کې پر مسلمانانو او مساجدو د بریدونو شمیر هم زیات شوی دی.‌

د ولسمشر باراک اوباما په ګډون امریکايي چارواکو په وارو دغه راز بریدونه په کله غندلي. ولسمشر اوباما تیره میاشت دغه راز ناوړو پیښو ته په غبرګون کې وویل چې امریکا د ټولو وګړو ګډ هېواد دی او پکښې د خلکو مذهبي، نژادي، د رنګ او نورو ځانګړتیاو توپیر هیڅ ځاې نلري.

XS
SM
MD
LG