د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتو کې به له دې وروسته شنبه او یکشنبه رخصتي وي


متحده عرب امارات غواړي د نړۍ له اقتصادي بازار سره همغږي وي

متحده عربي امارات د راتلونکې میلادي کال له پیل څخه په دې هیواد کې کاري اوونۍ څلور نیمو ورځو ته راکموي او شنبې او یکشنبې به رخصتي وي څو خپل اقتصاد له نړیوالو بازارونو سره همغږي کړي.

اوسمهال په اماراتو کې د اوونۍ د پای رخصت ورځې جمعه او شنبې دي خو د ۲۰۲۲ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه به د اوونۍ پای د جمعې له غرمې وروسته پیل شي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ښوونځي او دولتي ادارات په دې بدلونو کې شامل دي خو خصوصي شرکتونه کولی شي خپله کاري اونۍ خپله وټاکي.

د مسلمانې ټولنې د حساسیتونو د رفع کیدو لپاره اماراتو ویلي دي چې په دې هیواد کې به د جمعې په ورځ کاري ساعت له لمانځې مخکې په ۱۲ بجو پای ته ورسیږي.

د ابوظهبي په تجارتي بانک کې اقتصاد پوهې مونیکا ملک وویل، هیله منه ده چې په اماراتو کې ډیر شمیر خصوصي شرکتونه خپلې د اوونۍ رخصتي ګانې شنبې او یکشنبې ورځو ته انتقال کړي او دا پریکړه یو "ډیر معني داره بدلون" ګڼلی دی.

د فارس خلیج په سهیل کې د نفتو دغه تولیدونکی هیواد توانیدلی چې په تیرو څلورو لسیزو کې ځان د سیمې د تجارت او ګرځندوی په مرکز بدل کړي.

اماراتو د تیر کال په ترڅ کې د ډیرو پانګو او استعدادونو د جذب لپاره ګڼ شمیر کارونه کړي دي. اماراتو د بهرنیو د جذب لپاره خپل یو شمیر مدني قوانین هم بدل کړي دي.

په دې وروستیو کې د یوه نوې فرمان له مخې، په اماراتو کې غیر مسلمانان کولی شي د ابوظهبي د مدني قانون له مخې، واده وکړي، طلاق واخلي او یا هم له جلا کیدو وروسته، په مشترک ډول د ماشومانو د پالنې مسولیت واخلي.

پر دې سربیره اماراتو تیر کال د فدرال په کچه هم یو شمیر تغیرات راوستل چې له مخې یې، د غیر مسلمانانو له واده مخکې جنسي رابطه او د الکولو څښل جرم نه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG