د لاس رسي وړ اتصالات

ایغوري فعالین: 'د ایغوریانو پر ضد د چین اقدامات د نسل وژنې پیلامه ګڼل کیږي'


د ایغور د مسلمانانو د بشري حقونو د پروژې مشرانو د نړۍ له هیوادونو غوښتي دي چې په چین کې د مسلمانانو له لیږکیو سره د بیجینګ د چلند په اړه پر دې هیواد فشار زیات کړي ځکه د چین د حکومت اقدامات نسل وژنې ته لار پرانیزي.

په واشنګټن کې د ایغور د بشري حقونو د پروژې مشرانو رسنیو ته ويلي حکومتونه، سوداګر، سیاسي ډلې او مدني فعالین مسولیت لري چې له چین سره روابط ودروي.

له دې وړاندې یو شمیر امریکايي سناتورانو هم له جمهور رئیس ټرمپ څخه غوښتي وو چې د جي شل هیوادونو په غونډه کې په چین کې د مسلمانانو موضوع له خپل چینی سیال ژي جن پینګ سره شریکه کړي.

د تجارت پر سر د امریکا او چین په اختلاف سربیره اوس یو شمیر امریکايي سیاستوال په چین کې د ایغور مسلمانانو د مشکل د هواري غوښتونکي دي، خو چیني مقامات د ایغوریانو پر وړاندې د ناوړه چلند تورونه ردوي.

Pashto CHINA UIGHURS
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

چین، په سینګیانګ ایالت کې له مذهبي اقلیتونو سره د تبعیض او د هغوي د بشري حقونو په نه مراعاتولو تورن دی. ملګري ملتونه اټکل کوي چې د چین حکومت شاخوا یو میلیون مسلمانان بندیان کړي دي.

د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ حکومت وایي دوئ په چین کې د بشري حقونو د سرغړونې موضوع جدي نیسي "امریکا او نړیواله ټولنه به په چین کې د مذهبي اقلیتونو چې عیسویان، بودایان او شاوخوا اته سوه زره مسلمانان پکې شامل دي او د ازادیو محروم دي، د هغوی په اړه اندیښمن او پوښتنه به يي وکړي."

په ۲۰۱۴ کال کې په سینګیانګ او د چین په نورو سیمو کې د خونړیو بریدونو وروسته، چین د ایغور مسلمان تورن کړل او د ترهګرۍ سره د مبارزې د پیل کیدو په لړ کې یې پر هغوی فشار راوړی دی.

چین دا ادعا نه مني چې ګڼ شمیر ایغوري مسلمانان يي په توقیف کې ساتلي، برعکس دغه سیمه د حرفوي زده کړو مرکز بولي او وایي دلته خلک بیرته عادي ژوند ته مخه کول زده کوي.

د قیراط ثمرقن په څیر پخواني بندیان وایي د تحقیق په وخت کې دومره شکنجه شوي دي چې ځینی بندیان به د ځان وژنې حالت ته رسیدل.

یو شمیر پخواني بندیان وايي، د چین پولیسو له ایغوري مسلمانانو د هغو کسانو په اړه پوښتنې کولې چې له ترکیې او یا نورو هیوادونو نه دې هیواد ته ورغلي.

صوفیه ریچردسن د بشري حقونو د څار سازمان کې د چین د څانګې رئیسه ده. هغه وایي د چین او نړیوالو قوانینو پراساس، دا ډول روزنیز مرکزونه په تخنیکي ډول غیرقانوني دي او هغه توقیف شوي خلک پکې د سیاسي پلوی جلبولو دپاره ساتل کیږي.

چین تل د اقلیتونو د ځپلو تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG