د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته دې سفر نکوي


د بریتانیا د بهرنیو چارو، مشترک المنافع او پراختیا ادارې شنبه اکټوبر ۲۱ (تلې۲۹) خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د سفر کولو څخه دې ډډه وکړي ځکه ښایي ونیول شي او بندیان شي.

دې ادارې ندي ویلي چې ولې یې خپلو اتباعو ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی خو دا یې ویلي چې ترهګر ښایي په ټول افغانستان کې د بریدونو کولو کوښښ وکړي او په ځانګړې توګه یې مذهبي ځایونو او غونډو کې د ترهګرو د بریدونو خبردرای ورکړی.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې هوایي ډګرونو سره نږدې د بریدونو خطر ډیر دی.

پدې اعلامیې کې دا هم ویل شوي په افغانستان کې د برتانوي اتباعو د نیول کیدو خطر ډیر دی او دا چې برتانیه په افغانستان کې سفارت نلري، ښایي د نیول شویو اتباعو په هکله حکومت ته هم خبر ورنکړل شي.

په اعلامیې کې خلکو ته دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د نیول کیدو په صورت کې ښایي خپلو د کورنیو غړیو ته هم خبر ورنکړل شي او پرته لدې چې معلومه شي د کوم تور پر اساس نیول شوي، ښایي د بند تیرولو موده یې هم طولاني وي.

په اعلامیې کې راغلي، "په افغانستان کې د برتانیې هیڅ قونسلي چارواکي نشته او د قونسلي همکاریو برابرولو لپاره زمونږ وړتیا بې حده محدوده ده او په افغانستان کې دننه په شخصي توګه نشي مهیا کیدلی".

د بریتانیا حکومت همدارنګه د خپلو اتباعو څخه چې وار د مخه په افغانستان کې دي، غوښتي چې خپل امنیت او خوندیتوب ته دې ډیر پام کوي او دا یې هم ویلي چې ښایي امنیتي وضعیت پرته لدې چې په هکله یې خبرداری ورکړل شي، په چټکۍ سره بدل شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دا ډول ادعاګانې چې ګواکې د ترهګرو ډلو د بریدونو خطرات ډیر دي، رد کړي او ټینګار کوي چې په ټول هیواد کې سوله، ثبات او امنیت تامین دي او خلک هم پرته له کومو امنیتي ستونزو د آرامۍ احساس کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو، مشترک المنافع او پراختیا ادارې هم څه موده وړاندې ویلي و چې څلور بریتانویان چې طالبانو په افغانستان کې د قوانینو سرغړاونو په تور بندي کړي و، خوشې شول. د دې دفتر ویاند پدې هکله ویلي و، " مونږ د دې برتانوي اتباعو د کورنیو په استازیتوب د افغانستان د اوسنۍ ادارې څخه د هغوي د قوانینو سرغړاونو له کبله بخښنه غواړو".

په اعلامیې کې دا ندي ویلي چې دا کسان څه وخت او د کوم دلیل له کبله د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولي او بندیان کړي و.

تر دې وړاندې هم طالبانو د روان کال د اپریل په میاشت کې درې برتانویان نیولي او بندیان کړي وخو دا یې نه و ویلي چې دا کسان په کوم تور نیول شوي و.

تیر کال هم دې ډلې د یو برتانوي تلویزیون کامره مین او څلور نور اتباع د شپږو میاشتو پورې بندیان کړي وو خو وروسته یې خوشې کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG