د لاس رسي وړ اتصالات

په بریتانیه کې د شدیدې ګرمۍ له امله خلکو ته خبرداری ورکړل شوی


په بریتانیې کې د هوا د وضعیت معلومولو ادارې ویلي چې د برتانیې په ډیرو برخو کې نن دوشنبه ۱۸ جولای (چنګاښ ۲۷) د هوا تودوخه د لمړي ځل دپاره ۴۰ سانتي ګراد ته لوړه شوې ده.

ددغه هېواد په ډیرو برخو کې د شدیدې ګرمۍ له آمله د "سور رنگ" خبرداری ورکړل شوی دی.

د بریتانیې د هوا د وضعیت معلومولو ادارې همدارنګه ويلي دي چې د ګرمۍ دا شدت په خلکو کې د ناروغۍ او حتی د مړینې سبب کیدلای شي.

د پلازمینې لندن ښار اوسېدونکو ته خبر ورکړل شوی چې نن دوشنبې او سبا سه شنبې د ډير ضروري کار پرته، سفر ونکړي.

د لندن ښاروال صادق خان ویلي چې په دغه ښار کې بې سرپناه خلک له خطر سره مخامخ دي او ښاروالي هڅه کوي له سختې ګرمۍ څخه ددغو کسانو د ژغورلو په برخه کې مرسته وکړي.

صادق خان وايي چې معمولا دا ډول خبرداری په ژمي کې د ډیرې سړې هوا له امله ورکول کیږي خو سږکال په لمړي ځل په دوبي کې دا کار شوی دی.

په بریتانیه کې تر دې اندازې د هوا ګرمېدل عادي نه ده او ساینسپوهانو د ګرمۍ د زیاتېدو له آمله د خطر خبرداری ورکړی دی.

د سوري ګلوبل پوهنتون د پاکې هوا د مرکز پروفیسر پراشانت کومار وايي چې د زیات عمر لرونکي او یا هغه بریتانویان چې ناروغي لري، د هوا ددغې تودوخې له آمله د سټروک یا زړه حملې او نورو تنفسې ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.

په بریتانیه کې د چاپیریال ساتنې موسسې (WWF) ویلي چې د هوا د زیاتې ګرمېدو له آمله په دغه هېواد کې مختلف ژوي هم له خطر سره مخامخ دي.

په عین وخت کې، د (ښارونو لپاره ونې) په نوم موسسې د ونو د نیالولو کمپاین کوي او د ساحو د زرغونولو غوښتنه کوي ترڅو په ښاري چاپيریال کې سیوری زیات او هوا سړه وساتل شي.

تر دي دمخه، په بریتانیې کې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ۳۸٫۷سانتي ګراد وه چې په ۲۰۱۹ کې ثبت شوې وه.

د ګرمې هوا دغه څپه د بریتانیې برسېره په نورو اروپايي هېوادونو کې هم خپره شوې ده.

په عین وخت کې نن دوشنبې د جرمني په پلازمېنه برلین کې د پیترزبرګ اقلیمي بدلون سازمان دوولسمه غونډه پیل شوې ده.

ددغې غونډې له پیل وړاندې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو اقداماتو غږ وکړ.

مېرمن بایربوک وویل: "د اقلیمي بدلون خطر په هیڅ سرحد کې نه تم کیږي او له همدې امله مسؤلیتونه هم په هیڅ سرحد پورې محدود ندي. مونږ باید خپلې ګډې هڅې زیاتې کړو".

د برلین په دوه ورځني کنفرانس کې منتظمین هڅه کوي چې د بډایه او بی وزلو هیوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کړي تر څو د اقلیم د بدلون د ستونزې په وړاندې ګډه همکاري زیاته شي.

XS
SM
MD
LG