د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سري خدماتو یو سپي ته د زړورتیا مډال ورکړل شو


د سپینې ماڼۍ پخوانی ساتونکی سپی هاروکین
د سپینې ماڼۍ پخوانی ساتونکی سپی هاروکین

د امریکا د متحده ایالاتو د سري خدماتو یو متقاعد سپي ته چې د مخکني جمهور رئیس باراک اوباما د ساتنې په ډله کې شامل و، په بریتانیا کې د زړورتیا مډال ورکړل شو.

دغه سپی چې د هاروکین نومیږي په ٢٠١۴ کې د هغه شخص په نیولو کې مرسته کړې وه چې د سپینې ماڼۍ له دیوال نه په تیریدو یې ځان ددې ودانۍ تر چمن پورې رسولی و.

بریدگر سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو په هڅه کې په دې سپي برید کړی و او هغه یې ټپي کړی و.

د "پی ډي اس ای" په نامه د حیواناتو د ژغورنې د بنسټ رئیس جان مکلوگلین چې "هاروکین" ته یې مډال ورکړی ویلي چې دغه مډال دې سپي ته د هغو "فوق العاده کارونو" د درناوي په خاطر ورکړل شوی چې د خپلو ماموریتونو په ترڅ کې یې کړي دي.

هغه ویلي دي: "کله چې یو شخص سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو هڅه کړې وه هاروکین (د هغې د مخنیوي لپاره) د خپلې دندې څخه لازیاته هڅه وکړه. سره له دې چې سخت برید پرې شوی و، خو هڅکله یې وظیفې ته شا نکړه."

د مډال د ورکړې په مراسمو کې ددې سپي سره د هغه لارښوونکی مارشال میرارچي هم حاضر و.

ساتونکو سپیو ته د مډال د ورکړې پروگرام په کال ٢٠١۴ کې پیل شو او هاروکین ۳۱ سپی دی چې دغه مډال ورکول کیږي.

همداشان له بریتانیایي بهر دا لومړنی سپی دی چې دغه مدال ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG