د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانوي رسنیو افغان خبریالانو ته د بریتانیا د ویزو د ورکولو غوښتنه کړې


یوې ډلې بریتانوي رسنیو د حکومت څخه غوښتي چې افغانانو ته د مهاجرت د ویزې موجود پروګرام پراخ کړي او هغو افغانانو ته چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د بریتانوي رسنیو سره کار کړی سمدستي ویزې ورکړي.

پدغه سرخلاصي لیک کې چې د بریتانیا صدراعظم ته استول شوی څه دپاسه ۲۰ بریتانوي رسنیو په بریتانیا کې ددغو خبریالانو د میشت کولو په حیاتي اړتیا ټینګار کړی دی او همداشان خبرداری یې ورکړی چې هغوی د طالبانو له لورې د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخامخ دي.

په لیک کې راغلي: "سمدستي اقدام ته اړتیا ده، ځکه هغوی ته ګواښ ډیر جدي او په خطرناک کیدو دی...که دغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې په بریتانوي رسنیو په کار کولو سره یې د بریتانیا عامه اطلاع رسونې کې مهم رول لوبولی په خپل حال پریښودل شي د تعقیب، فزیکي زیان، نیول کیدو، شکنجې یا مړینې له ګواښ مخامخ کیږي."

څه موده مخکې د واشنګټن پوست ، نیویارک ټایمز، سي ان ان، لاس انجلس ټایمز په ګډون څو امریکایي اژانسونو او رسنیو د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ته د یو لیک په استولو له هغه څخه وغوښتل هغه افغانان چې ددې رسنیو سره یې کار کړی امریکا ته انتقال کړي.

د امریکایي رسنیو په لیک کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو بشپړه وتلو ته په اشارې اندیښنه څرګنده شوې چې خبریالان یې په افغانستان کې د خطر سره مخامخ دي او پدې خاطر چې د امریکایي رسنیو سره یې کار کړی کیدای شي د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو سره مخامخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې په زرګونو نور افغانان هم د یو ځانګړي پروګرام له لارې چې "دوهمه شمیره لومړیتوب" یاد شوی په امریکا کې ځای په ځای کوي‌ څوک چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو په شرایطو برابر نه دي، خو شاید د طالبانو د بریدونو هدف وي.

په دې پروګرام کې د امریکايي قراردادیانو کارکوونکي، محلي کارکوونکي، د امریکا د حکومت او وسله وال پوځ‌ ترجمانان، په امریکا کې د مېشتو مطبوعاتو او نورو نادولتي ادارو ټول افغان کارکوونکي شامل دي.

د رسنیو او خبریالانو د دفاع بنسټونو د رپوټونو په اساس افغانستان خبریالانو ته د نړۍ یو له خورا خطرناکو هیوادونو څخه دی او په تیر یو کال کې پدې هیواد کې څه دپاسه لس خبریالان وژل شوي دي.

پدې ترڅ کې د افغانستان یو شمیر مقاماتو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو اندیښنه څرګنده کړې چې د امریکایي او بریتانوي رسنیو د افغان خبریالانو ایستنه د افغان خبریالانو د روحیې د کمزورتیا سبب او هم یې له افغانستان څخه د مغزونو فرار ته زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG