د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د اوکراین سره ۳۰۰ ملیونه پونډه نظامي مرستې کوي


د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن د اپریل په میاشت کې اوکراین ته تللی و او د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره یې وکتل.
د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن د اپریل په میاشت کې اوکراین ته تللی و او د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره یې وکتل.

ټاکل شوې د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن د اوکراین سره د ۳۰۰ ملیونه پونډو نظامي مرستو اعلان سه شنبه اپریل ۳ (غوایي۱۳) د هغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهال وکړي.

دا به د فبروري د ۲۴ مې نیټې راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی لومړی ځل وي چې د یو بهرني هیواد مشر د اوکراین د پارلمان غړیو ته وینا کوي.

د ښاغلي جانسن دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا خبرې به د ویډیو کنفرانس د لارې وشي او صدراعظم به اوکراین د مقاومت په خاطر وستایي.

په اعلامیې کې د ښاغلي جانسن د خبرو یوه برخه خپره شوې او پکې ویل شوي، "کله چي په دویم نړیوال جنګ کې زما هیواد د یرغل د ګواښ سره مخ شو، ستاسو د هیواد په شان زمونږ پارلمان د جګړې پر وخت همداسې غونډې کولې".

د اوکراین د پارلمان غړیو ته د بریتانیې د مشر په خبرو کې دا هم ویل شوي چې په اوکراین کې اوسنی حالت به نسلونه نسلونه یادوي.

د ښاغلي جانسن د وینا په یوې بلې برخې کې چې هغه به یې د اوکراین د پارلمان غړیو ته وکړي ویل شوي، "دا د اوکراین لپاره تر ټولو ښه ساعت دی. دا ستاسو د ملي تاریخ د حماسې داسې باب دی چې راتلونکي نسلونه به یې بیا بیا یادوي".

د بریتانیې په نظامي مرستو کې د جګړې بریښنایي وسایل، د توپونو د کشف کولو رادار سیستم او د شپې لخوا د دید زرګونه وسایل شامل دي.

دا لومړي ځل ندی چې بریتانیه د اوکراین سره د روسیې یرغل ته د ځواب ویلو او مقاومت کولو په خاطر نظامي مرستې ورکوي.

بریتانیې تیره اوونۍ هم وویل چې پلان لري اوکراین ته داسې د مرمۍ ضد موټر ورکړي چې د روسیې د الوتکو د ویشتلو لپاره د توغندیو د وارولو وړتیا ولري.

بریتانیې همدارنګه اوکراین ته تر دې وړاندې د ټانک ضد توغندي، د هوایي دفاع سیستمونه او نور چاودیدونکي مواد ورکړي و.

د بریتانیې د حکومت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په راتلونکو څو اوونیو کې اوکراین ته داسې بې پیلوټه الوتکې استوي چې په زیاته اندازه د بار د انتقال وړتیا لري او په لیرېو پرتو سیمو کې د اوکراین سرتیرو ته به لوژستیکي خدمات برابروي.

XS
SM
MD
LG