د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا نوی صدراعظم بله اونۍ کار پیلوي، ازمایښتونه یې څه دي؟


د بریتانیې واکمن محافظه کار ګوند رایه اچوونکي دا اونۍ د پخواني چانسلر ریشي سونک او د بهرنيو چارو د اوسنۍ وزیرې لیز ټرس تر منځ یو شخص د بریتانیې د صدراعظم په توګه ټاکي.
د بریتانیې واکمن محافظه کار ګوند رایه اچوونکي دا اونۍ د پخواني چانسلر ریشي سونک او د بهرنيو چارو د اوسنۍ وزیرې لیز ټرس تر منځ یو شخص د بریتانیې د صدراعظم په توګه ټاکي.

د جولای په میاشت کې د یو لړ تورونو وروسته، بورس جانسن د بریتانیې د صدراعظم په توګه له دندې استعفا وکړه.

ددغه هېواد واکمن محافظه کار ګوند اوس د هغه د ځای ناستي دپاره د پخواني چانسلر ریشي سونک او د بهرنيو چارو د اوسنۍ وزیرې لیز ټرس ترمنځ د یو شخص انتخاب کوي.

راتلونکي صدراعظم ته د اوکراین په شمول، یو لړ ازمیښتونه په مخکې پراته دي.

بریتانیا د دې کال د فبروري له میاشتې نه تر اوسه د روسېې د یرغل په مقابل کې له اوکراین سره د ۱.۷ میلیارد ډالرو نظامي مرسته کړې ده.

د صدارت ټاکنو ته نومانده د بریتانیا اوسنۍ د بهرنیو چارو وزیره هم اوکراین سره د مرستو ملاتړ کوي.

د سیاسي چارو کارپوه، الن ویګنر وايي، ټراس د بریتانیا د دفاعي بودیجې د زیاتوالو نیت لري او غواړي چې اوکراین ته د وسلو لېږد جاري وساتي.

د بریتانیا د نوي صدراعظم دپاره د اوکراین د جګړې نه زیات ستونزمن کار د هیواد د ګازو او برېښنا د بیو راکمول دي. اوس مهال داسې ښکاري چې دغه هېواد د یو بل اقتصادي بحران په لور روان دی.

د ملي انرژۍ د پلان رئیس، ایډم سکرر وویل: "کورنۍ نور دا وضعیت نشي زغملی. دا یوه ستره فاجعه ده. زرهاو خلک بریتانیه کې د یخنۍ د لاسه مري او دا شمیر په لوړیدو دی".

د بریتانیا صدارت ته کاندیده لیز ټرس وايي چې د خلکو د اقتصادي مشکلاتو حل دپاره لازه ګڼي چې ماليات کم کړي.

په بهرني سیاست کې د میرمن ټرس د دریځ په اړه چې هغې نه پوښتنه وشوه چې فرانسه د بریتانیې ملګرې ده که مخالفه، هغې وویل: "دا فیصله به وخت کوي. زه چې کله صدراعظمه شم نو د خلکو په اړه به پریکړه د هغوی د خبرو په اساس نه بلکې د کړنو په اساس کوم".

د سیاسي چارو شنونکي وايي چې دواړه کاندیدان به یوازې د خپل ګوند په رایو د صدراعظمۍ مقام ته رسیږي دوی د ولس د رایو امتحان نه دی ورکړی.

څېړونکي الن ویګنر وویل: "بریتانیه په عین وخت کې د داخلي اقتصادي بحران سره هم مخ ده او ورسره د اوکراین جګړه هم ور په غاړه ده. دوی لا تر اوسه د انګلستان د نورو مسلو سره مخ شوي هم نه دي".

د انګستان د صدراعظم د مقام دواړو کاندیدانو میرمن ټرس او ښاغلی سونک نه یو به د دوشنبې په ورځ د صدراعظم رسمي کور ته ور کډه شي. خو ویل کیږي چې پخوانی صدراعظم جانس بیا هم غواړي چې د انتخاباتو د لارې دې مقام ته ځان کاندید کړي او خپل ځای ناستي ته مشکلات پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG