د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا پولیس: د امریکایي ځواکونو اډې ته څیرمه موټرو کې چاودېدونکي توکي ندي موندل شوي

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۹) وویل چې د هغو موټرو د پلټنې پر مهال یې هېڅ ډول چاودېدونکي توکي نه دي موندلي چې په بریتانیې کې د یوې هوايي اډې ته څېرمه له هغې پېښې سره تړاو لري چې له امله یې پنځه کسان نیول شوي وو.

د «رائل ایر فورس فېرفورډ» په نوم دغه هوايي اډه، د امریکايي ځواکونو له خوا په ایران د بریدونو لپاره کارول شوې ده.

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو د ملي ادارې مشر لارنس ټیلر په یوه بیان کې وویل، پلټونکو د هغو موټرو «پراخ تفتیش» کړی چې د فېرفورډ هوايي اډې ته څېرمه په مشکوک ډول د فعالیت په حال کې لیدل شوي وو.

ټیلر وویل، پولیسو په لندن کې د څو کورونو او ودانیو پلټنې هم بشپړې کړې، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

چارواکو د دوشنبې په ورځ هغه پنځه کسان په ضمانت خوشې کړل چې د چاودېدونکو توکو او ترهګرۍ اړوندو جرمونو په شک نیول شوي وو. د دغو کسانو په اړه ویل شوي چې د شلو کلونو په عمر کې د بریتانیا اتباع دي او په لندن کې اوسېدل. ټیلر وویل، د هغوی په اړه لا هم تحقیقات روان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دغې پېښې کې «په څرګنده توګه د یوه بهرنی لاس» لري، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه نور جزئیات نه شي وړاندې کولی.

روبیو فاکس نیوز ته وویل: «یوازې دومره ویل بس دي چې په تېره اوونۍ کې په بریتانیا کې څه پېښ شول، څه نږدې وو چې پېښ شي، او څه پېښېدلی شول، یو ډېر جدي وضعیت دی.»

روبیو وروسته د هغو «نړیوالو عناصرو» په اړه د خبرو پر مهال ایران ته هم اشاره وکړه چې د امریکا د ګټو پر وړاندې یې د بریدونو ګواښونه کړي دي.

ایران ویلي چې د فېرفورډ هوايي اډې په څیر هغه تاسیسات چې امریکايي ځواکونه یې د ایران پر ضد د بریدونو لپاره کاروي، مشروع هدفونه دي؛ خو تهران د یکشنبې سهار له پېښې سره هر ډول تړاو رد کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا له چارواکو سره د همکارۍ ستاینه وکړه، خو د دوشنبې په ورځ یې وویل چې حیران شوی چې پنځه شکمن کسان په ضمانت خوشې شوي دي. هغه وویل، که دا پرېکړه د ده په لاس کې وای، داسې به یې نه کول.

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو ملي ادارې وویل، پلټونکي د پېښې د ټولو حقایقو د معلومولو لپاره هره احتمالي لاره څېړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر وېس سټریټینګ وویل، د دغه هېواد د بحران د مدیریت کمېټې لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ ناوخته له صدراعظم انډي برنهم سره وکتل او د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

سټریټینګ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «موږ د تحقیقاتو ټولې لارې پرانیستې ساتو، په دې کې دا احتمال هم شامل دی چې ښايي دغو کسانو په قصدي یا ناپوهۍ سره د کومو نیابتي ډلو یا د دولتونو له خوا د ملاتړ شویو عناصرو په استازیتوب فعالیت کړی وي. خو په دې مرحلې کې لا وختي ده چې کومې نتیجې ته ورسېږو.»

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG