د لاس رسي وړ اتصالات

د انګلستان نوي لومړي وزیر انډي برنهم د بدلون لپاره پراخ لیدلوری وړاندې کړ

د بریتانیې نوی ټاکل شوی لومړی وزیر، انډي برنهم
د بریتانیې نوی ټاکل شوی لومړی وزیر، انډي برنهم

د بریتانیې نوي ټاکل شوي لومړي وزیر، انډي برنهم د هیواد له پاچا (درېیم چارلز) سره د بکنګهم په ماڼۍ کې تر لیدنې وروسته په رسمي ډول د نوي لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه او د نوي حکومت د جوړیدلو بلنه ورته ورکړل شوه.

برنهم د دوشنبې په ورځ (جولای ۲۰) په خپلې لومړۍ وینا کې د عامه ژوند د معیارونو د لوړولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې سیاستوال باید "ښه عمل وکړي" او د هېواد لپاره یې خپلې لومړنۍ تګلارې او لومړیتوبونه بیان کړل.

د هغه له مهمو ژمنو څخه یوه دا وه چې د سیاسي او اقتصادي نظام د اصلاح لپاره به کار وکړي؛ داسې نظام چې د هغه په وینا له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې په ناسم لوري روان دی. برنهم ژمنه وکړه چې د اوږدمهالو ستونزو د حل او پر حکومت د خلکو د بیرته باور کولو لپاره به نوې او اغېزمنه تګلاره غوره کړي.

د بریتانیې پخواني لومړي وزیر کییر ستارمر، ښاغلي برنهم ته د مبارکۍ ورکړې او د لا بریا هیله یې کړې.

هغه د نوي مشرتابه سره د ملاتړ دپاره چمتووالی هم څرګند کړ. ښاغلي سټارمر زیاته کړه: " دا زما د ژوند تر ټولو لوی ویاړ و چې ستاسو او د دې ستر هېواد د لومړي وزیر په توګه مې خدمت وکړ. زه ډاډه یم چې د تیرو دوو کلونو په پرتله بریتانیا اوس لا پیاوړې شوې ده.

هغه وویل هیواد یې د غوره بدلون شاهد دی. پخواني لومړي وزیر زیاته کړه، "زموږ اقتصاد پیاوړی شوی، عامه خدمتونه ښه شوي او د درملنې دپاره د انتظار موده په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ټولو راکمه شوې ده. هره ورځ ماشومان له بېوزلۍ څخه ژغورل کېږي، د کډوالي کچه په څرګند ډول ټیټه شوې، او زموږ دفاعي او امنیتي بنسټونه تر پخوا ډېر قوي شوي دي. همدارنګه، په نړیواله کچه د بریتانیا شهرت او اعتبار هم د پام وړ لوړ شوی دی".

د بریتانیا د نوي لومړي وزیر، اندي برنهم رسمي ټاکنه د بریتانیا په سیاست کې د یوه نوي فصل پیل بلل کېږي.

هغه اوس د خپل حکومت د مشرتابه او د بدلون د پروګرام د عملي کولو لپاره چمتووالی نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG